جنرال دوستم: د غني دېکتاتورۍ ته له تسلیمېدو مرګ ښه دی

دوستم د انځور حقوق FIRST VP OFFICE
Image caption د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم د سه شنبې پر ورځ پر ولسمشر غني سختې نیوکې وکړې

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د سې شنبې پر ورځ پر ولسمشر غني سختې نیوکې وکړې او ګواښنه یې وکړه چې که ولسمشر خپل چلن کې بدلون را نه ولي نو پایلې به یې د افغانستان لپاره ښې نه وي.

جنرال دوستم د پارلمان یو شمېر وکیلانو ته وینا کې وویل، 'د ولسمشر غني دېکتاتورۍ ته له تسلیمېدو مرګ غوره ' بولي.

ښاغلي دوستم وویل، دی د ولسمشر غني ترڅنګ د یو مټ په څېر ولاړ و، خو هغه د خپلو سلاکارانو خبرې ومنلې او افغانستان یې اوسني وضعیت ته راوست.

جنرال دوستم نیوکه وکړه چې د لومړي مرستیال په توګه باید چې هر کله وغواړي له ولسمشر سره د کتنې اجازه ولري، خو اوس چې کله د کتنې غوښتنه کوي نو د ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوه نجلۍ پر تیلیفون ورته د لیدنې لپاره وخت ټاکي.

نوموړي د کندوز وروستۍ پېښې ته په اشارې سره وویل، دې خبرې اندېښمن کړی دی چې د ولسي خلکو پر ضد ټانکونه را ایستل کېږي او خلک په کنداغونو وهل کېږي.

د انځور حقوق DOSTUM FACEBOOK
Image caption جنرال دوستم ویلي، که ولسمشر غني خپل چلن بدل نکړي نو وضعیت به د ډاکټر نجیب تر وخت هم بدتر شي

جنرال دوستم ګواښنه وکړه چې که بیا کوم عام وګړی په کنداغ ووهل شو یا یې پر وړاندې زور نه کار واخیستل شو، نو وضعیت به د ډاکټر نجیب له دورانه هم بدتره شي.

جنرال دوستم ولسمشر غني ته په اشارې وویل:

"موږ په دې نشنلېستي چلونو پوهېږو. که ته هم فکر کوې چې په دې کارونو به موږ وځپې نو بیا درته وایم چې پر خپل تابوت پخپله مېخ ټک وهې".

جنرال دوستم وویل، د تېرو پنځو کالو ټولې بدبختۍ د اوسني حکومت له لاسه دي، ځکه فساد یې ختم نشو کړای، امنیت نور هم خراب شو، مخدره توکي ډېر شول او بیا رغونه ونشوه.

جنرال دوستم د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر سر روانو ناندریو ته هم اشاره وکړه. نوموړي وویل، اوس هر څوک پوهېږي چې اشرف غني په دې ټاکنو کې درغلي کړې ده.

ښاغلي دوستم په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماند عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړی و.

د انځور حقوق MOHAQIQ FACEBOOK
Image caption محمد محقق تور لګولی چې یوناما په افغان ټاکنو کې لاسوهنه کوي

د ښاغلي عبدالله یو بل ملاتړي او د اجرائيه ریاست دویم مرستیال حاجي محمد محقق هم د سې شنبې پر ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر مرستندویه ماموریت یا یوناما نیوکه وکړه چې د ټاکنو په بهیر کې لاسوهنه کوي.

تر ده وړاندې پخپله ښاغلي عبدالله هم تور پورې کړی و چې بهرنیان د افغانستان د ټاکنو په بهیر کې لاسوهنه کوي.

جنرال عبدالرشید دوستم د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال و او د څه مودې لپاره یې په عادي ډول خپله دنده ترسره کړه.

خو له یو شمېر خپلمنځي جنحالونو، او د محمد اېشچي د جنسي ځورونې په قضیه کې له تورنېدو وروسته جنرال دوستم د څه مودې لپاره ترکیې ته ولاړ.

نوموړی تېر کال له ولسمشر محمد غني سره تر جوړجاړي وروسته بېرته هېواد ته ستون شو، خو له هماغه راهیسې یې واک کم شوی او بیا بیا یې پر ولسمشر غني نېوکه کړې چې دی یې له صحنې ایستلی.

ورته مطالب