د کابل د سپرلۍ وړونکو ګاډو چلوونکې

چلوونکې
Image caption راضیه دلیلي د همدغو سورلۍ وړوونکو ګاډو له چلوونکو یوه ده. دې لوړې زدکړې کړي او یوه موده يې په سيمه‌ييزو رسنیو کې خبریالي هم کړې.

د کابل د ښځو باغ کې څلور ښځينه موټرچلوونکې هر سهار خپل فلاینګ کوچ ډوله ګاډي د یوې نوې کاري ورځې لپاره چمتو کوي.

له لمر ختو سره په خپلو سپرلیو پسې وځي. د دوی ټولې سورلۍ ښځينه دي. ځينې يې ښوونکې، ځينې د پوهنتون زدکړیالانې او يو شمېر نورې بیا د یوه وزارت کارکوونکې دي.

راضیه دلیلي د همدغو سورلۍ وړوونکو ګاډو له چلوونکو یوه ده. دې لوړې زدکړې کړي او یوه موده يې په سيمه‌ييزو رسنیو کې خبریالي هم کړې.

وايي د ګاډي له چلولو سره يې شوق دی او هغه سخت کارونه کول غواړي چې ځينې يې د ښځو لپاره ناشوني بولي.

راضيه اوس هر سهار د خپل فلاینګ کوچ سټېرېنګ ته ناسته د کابل پر بېلا بېلو سيمو ګرځي او سورلۍ راټولوي چې تر خپلو کارځایونو يې ورسوي. دا وايي، غواړي له خپل کار سره نورو ښځو ته پر ځان بسیاینه وروښي:

"زه له دغه کار سره غواړم نورو ښځو ته یو مثال شم. دوی الهام رانه واخلي چې دې ته ورته کارونو سره ځان او خپلې کورنۍ سره مرسته کولی شي او د پېسو ګټلو زمینه ورته برابرېږي".

د "پېنک شټل" یا د ګلابي بسونو په نوم دغه پروګرام د یوې ايټالوۍ موسسې په مرسته له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په کابل کې پېل شوی دی چې په وړیا ډول یو شمېر ښځو ته د ټرانسپورټ زمینه برابروي.

په دغو ګاډو کې تلوونکو مېرمنو راته وویل، ښځينه موټروانې سره خوشاله دي، ځکه چې پر هغو مسلو هم په ډاډه زړه خبرې سره کوي چې د نارينه موټرچلوونکي په مخکې يې نشي یادولی.

خو موټرچلوونکې دغومره ارامه نه دي. د کابل ښار په ګڼه ګوڼه کې موټرچلول ډېره اسانه چاره نه ده او چې جلو یا سټېرېنګ ته يې ښځه ناسته وي- هغه هم یو څه غټ ګاډي ته- نو د خلکو غبرګونونه د کتلو وي.

Image caption د ښاري ټرانسپورټ په برخه کې ښځې وخت نا وخت له بېلا بېلو ستونزو شکایت کوي. لکه ځورول، تاوتريخوالی او د تښتونې پېښې.

کله دغو ښځينه موټروانانو ته د نارينه‌و په ځير ځير ورکتل او یوه نیمه نامناسبه خبره، دوی ځوروي. راضيه وايي چې پر سړک د تېرېدوونکو خلکو غبرګونونه بېلا بېل وي:

"ځينې چې راوګوري نو په اشاره راته وايي، چې افرین، ډېر ښه کار کوې. په ځانګړي ډول ښځې مې چې ګوري. د نارينه‌وو په اړه نه پوهېږم، شاید له حسادته عجیب عجیب راګوري چې ستا یې له دې موټر سره څه؟ خو لږ وړوکی ګاډی به دې پېدا کړی و. مګر ما ته د دوی داسې منفي خبرې هېڅ ارزښت نه لري".

د ګلابي بسونو په نوم د پروګرام یو روزونکی نارینه دی، هغه دا موټرچلوونکې ښځينه ډله څاري او د ګاډو د تخنیکي ستونزې پر مهال له دوی سره مرسته کوي.

د دغه پروګرام ټولې موټروانانې په لوړو زدکړو سمبال دي، ځينې يې په نظامي برخه کې هم د کار تجربه لري. ماه‌جبين مخکې په پوځي برخه کې کار کړی اوس وايي، له موټرچلونې سره يې مینه ده او هیله لري همداسې یو خپل شرکت ولري:

"ما دلته ډېره تجربه ترلاسه کړې، اوس چمتو یم چې ځان ته یو شرکت جوړ کړم او له دې ډېر ګاډي ولرم. دا یوازې د ښځو نه بلکې د سړیو لپاره هم یوه اسانتیا ده، ځکه چې کله د دوی خور، لور موږ سره په ګاډي کې ځي نو ډېر په ډاډ باور راباندې کولی شي."

د ښاري ټرانسپورټ په برخه کې ښځې وخت نا وخت له بېلا بېلو ستونزو شکایت کوي. لکه ځورول، تاوتريخوالی او د تښتونې پېښې.

د ښځينه موټرچلوونکو دغه پروګرام، که څه هم لنډ مهاله دی او تر نوي کاله به روان وي، خو د مسوولانو په خبره يې ښځينه موټرچلوونکو ته يې ځکه دا نسبتاً غټ ګاډي په لاس ورکړي چې غواړي ښځې پخپله کار کولو ته وهڅوي او دا فکر ختم کړي چې ښځې کمزورې دي او یا دوی ته موټر چلول یو ننګ دی.

خو د ښځو حقونو ځينې فعالانې دا ډول پروګرامونه یو سمبولیک کار بولي او په دې اند دي چې داسې لنډ مهاله کارونه د افغان ښځو په ژوند کې کوم خاص بدلون نشي راوستلی.

نیلوفر ایوبي پر ځينو پروژه‌يي کارونو همداسې انتقادي نظر لري. هغه وايي چې د افغان ښځو اړتیا باید درک شي او په خبره يې، د نمایشي کارونو پر ځای بنسټيز کار ورته وشي:

Image caption نیلوفر ایوبي پر ځينو پروژه‌يي کارونو همداسې انتقادي نظر لري

"که څه هم د ښځو لپاره د ځينو وړو وړو پروژو نيت ښه وي او یو ښه پېغام لېږدوي. خو تاوان يې دا دی چې خلک پر داسې مرستندویه کارونو بې باوره کوي، ځکه چې نن شته خو سبا نشته. زما په نظر د ښځو لپاره بنسټيز کارونه په کار دي، د هغوی پر زدکړو ډېره پانګونه په کار ده چې سبا ته پر ځان بسیا شي".

دا څه نوې خبره نه ده چې په کابل کې دې ښځې سورلۍ وړونکي ګاډي وچلوي. ان شاوخوا دېرش کاله مخکې یانې د مجاهدينو تر راتګ او خپل منځي جګړو وړاندې په کابل کې د برقي موټرونو زیاتره چلوونکې ښځې وې.

هاخوا د افغانستان د ترافیکو ملي اداره وايي، په دې وروستیو کې سلګونه ښځو د موټرچلونې اجازه لیکونه یا لېسنسونه تر لاسه کړي چې له موټر چلونې سره د افغان ښځو د لېوالتیا د ډېرېدو ښکارندويي کوي.

ورته مطالب