د عکسونو البوم: پکتیا کې د بنګو کرکېله ډېره شوې

چرس
Image caption چرس

د افغانستان سوېل ختیځ د پکتیا ولایت ځینو سیمو کې د بنګو کر او محصول زیات شوی دی. د اریوب ځاځیو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، پخوا یې کچالو زیات کرل، خو پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار له تېرېدو وروسته یې له کرښې هاغاړې بازار له لاسه وتلی او په کور دننه یې د زړه د خوښې ګټه نه کیږي، نو اوس یې د ډېرې ګټې لپاره د چرسو کر ته مخه کړې ده.

پکتیا کې زموږ همکار نصرت الله تسل د بنګو د کرکېلې دا انځورونه راستولي دي.

چرس

قومي مشران وايي سیدکرم، اریوب ځاځیو او احمد ابا ولسوالیو کي له پخوا یو شمېر کروندګرو د بنګو بوټي کرل خو اریوب ځاځیو کې اوس ۹۵ سلنه کروندګر یې کري.

چرس

د اریوب ولسوالۍ یو مدني فعال زلمی وزیري وايي په سیمه کې د بنګو د کښت د پراخېدو یو لوی لامل دا دی چې په ولسوالۍ کې د کچالو او نورو سبو حاصلات پر ډېورند کرښه د اغزمن مزي تېرېدو له امله پاکستان ته نه ځي.

چرس

د خلکو په وینا، په دغې ولسوالۍ کې د بنګو بوټي د سړک غاړې له ځمکو نیولې ان تر لرې پرتو سیمو او کلیو او بانډو منځ کې کرل شوي دي.

چرس

د خلکو په وینا، په دغې ولسوالۍ کې د بنګو بوټي د سړک غاړې له ځمکو نیولې ان تر لرې پرتو سیمو او کلیو او بانډو منځ کې کرل شوي دي.

چرس

د پکتیا په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د بنګو بوټې پاخه شوي او دې شپو ورځو کې یې کروندګر په رېبلو بوخت دي.

چرس

په دغه ولسوالۍ کې د خامو چرسو د یو کیلو بیه له اتلسو تر شلو زرو افغانیو او د بنګو د دانو یا تخم د اووه کلیو یا یو من بیه له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو رسیږي.

د پکتیا امنیه قومندان محمد عثمان جان باز وايي، د دې ولایت لېرې سیمو کې بنګ کرل کېږي، خو تر ډېره یې له منځه وړي دي.

.