د افغانستان ملي موزیم ته سلګونه غلا شوي لرغوني اثار وسپارل شول

  • 28 نومبر 2019 - 07 لیندۍ 1398
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغانستان ته سلګونه لوټل شوي لرغونتونکي راوړل شوي

د افغانستان ملي موزیم ته تر ۵۰۰ ډېر هغه لرغونتوکي سپارل شوي، چې له قاچاقیانو ترلاسه شوي. په دې توکو کې د 'روژه‌تي بودا' په نامه د بودا نیمه مجسمه هم ده چې له هانګ کانګه بېرته راوړل شوې ده.

د افغانستان ملي موزیم مشر فهیم رحیمي وايي، ۵۰۹ لرغونې ټوټې د کابل هوايي ډګر ګمرګ کې بهر ته له قاچاقېدو بېرته راګرځول شوې او موزیم ته سپارل شوې دي.

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو چارسمبالي مرستیال ولید تمیم د دغو آثارو د سپارلو په مراسمو کې د ګمرک هغو کارکوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل چې د ده په وینا "د مالکیت او له ملي ګټو او هویت د ساتنې "حس یې دا آثار د نیولو لامل شو.

د ملي موزیم چارواکي وايي، په دغو بېرته ستنو کړل شویو لرغونو اثارو کې ۱۹ یې د غزنويانو د پېر اړوند دي او د بودا راوړل شوې مجسمه کاپیسا کې کشف شوې وه چې په ۱۹۹۳ کال له افغانستانه قاچاق او هانګ کانګ کې نندارې ته اېښودل شوې وه.

په دغو لرغونتوکو کې د سکو، ګوتمیو او لوښیو په ګډون بېلابېل لرغوني اثار دي.

Image caption په دغو بېرته ستنو شویو لرغونتوکو کې د سکو، ګوتمیو لوښیو، په ګډون بېلابېل لرغوني اثار دي.

سرچینې دا هم وویل، چې تر ۱۳۷۰ هجري لمریزې لسیزې پورې د افغانستان ملي موزیم کې شاوخوا ۱۰۰ زره لرغوني اثار موجود و، چې د کورنیو جګړو پرمهال یې شاوخوا ۷۰ زره ټوټې غلا او بهر ته قاچاق شوې دي.

د ملي موزیم د مشر په وینا، په تېرو څو کلونو کې پنځه زره غلا شوي لرغوني توکي بېرته راوړل شوي دي.

د یاد موزیم د چارواکو په وینا، په وروستیو کلونو کې افغانستان کې د لرغونو کیندنو پایله کې شاوخوا شل زره نوي لرغوني توکي کشف شوي دي.

د انځور حقوق Social Media
Image caption د ملي موزیم مشر د مشر په وینا، په تېرو څو کلونو کې پنځه زره غلا شوي لرغوني توکي بېرته راستانه کړل شوي دي.

افغانستان ته د اسلام تر راتګ مخکې ددغه هېواد ډېری برخه بودايي وه چې د هغه پېر ډېر لرغوني اثار پاتې دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وزیر محمد رسول باوري له ټولو هغو کسانو، چې د افغانستان لرغوني اثار له ځان سره ساتي، وغوښتل چې دا ملي شتمنۍ د افغانستان ملي موزیم ته وسپاري.

نوموړي له ټولو هېوادونو وغوښتل چې له افغانستانه لوټل شوي لرغوني اثار افغانستان ته ستانه کړي.

هغه وویل، اوس افغانستان دا وړتیا لري چې خپل لرغوني توکي وساتلی شي.

د کابل ملي موزیم د افغانستان د بیا خپلواکۍ اخیستونکي شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال جوړشوی دی او د۱۹۲۴ میلادي کال د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په رسمي توګه پرانیستل شو.

په تېرو کابو دوو لسیزو کې سلګونه قاچاق شوي لرغوني اثار کابل موزیم ته راستانه کړل شوي دي.

ورته مطالب