افغانستان ته د ډونلډ ټرمپ تګ څه پیغام لري؟

  • 29 نومبر 2019 - 08 لیندۍ 1398
د انځور حقوق AFP

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان ته د یوه ناڅاپي ورتګ پر مهال ویلي، چې له طالبانو سره یې د سولې خبرې پیل کړې او په وینا یې دی پر دې باور دی، چې دغه ډله اوس اوربند غواړي.

واک ته له رسېدو راهیسې دا افغانستان ته د ښاغلي ټرمپ لومړنی سفر دی، چې د شکرانې ورځې د مراسمو په تړاو یې په دغه هېواد کې خپلو ځواکونو سره د لیدنې په موخه کړی.

ولسمشر ټرمپ په بګرام پوځي اډه کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي دي.

* "یوه لیدنه، دوه انځورونه او ډېرې پوښتنې"

* ارګ: ولسمشر ټرمپ افغانستان کې د سولې لپاره پر اوربند ټينګار کړی

ښاغلي غني ویلي، په خپلمنځي کتنه کې ده او ولسمشر ټرمپ دواړو ټینګار وکړ، چې که طالبان سولې ته ژمن وي، باید اوربند ومني. ښاغلي ټرمپ افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کمولو ژمنه هم بیا تازه کړه.

د بي بي سي پښتو راډیو مشر داود اعظمي وايي، د سولې په تړاو د ټرمپ په خبرو کې درې مهم ټکي و؛ اول دا چې ده وویل، له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شوې دي:

"دا په دې مهمه ده چې نږدې درې میاشتې مخکې خپله ده له طالبانو سره خبرې په ټپه ودرولې، خو اوس خپله تاییدوي چې دا خبرې پیل شوې دي".

د انځور حقوق Getty Images

دویمه خبره دا ده چې نوموړي په اوربند ټینګار وکړ، نو اوربند دوه ډوله تعبیرېدلی شي یو دا چې د خبرو بهیر یا پایله کې دا اوربند وشي، بل هغه اوربند دی چې افغان حکومت یې غواړي او وايي، د سولې تر خبرو مخکې باید دا طالبان یوه میاشت اوربند وکړي، چې وښيي دا ډله وېشلې نه ده او یو موټی دي او کومه پرېکړه چې وشي هغه پلې کولی شي:

"خو مالومه نه ده چې امریکا اوربند غواړي، که د تاتریخوالي کمښت غواړي. مخکې چې دامریکا او طالبانو خبرې وې، نو د داسې اوربند تمه کېده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ به هوکړه کېږي او تشدد به کمېږي، خبرې به پرمخ ځي چې عمومي اوربند ته لار هواره شي، خو اوس روښانه نه ده چې امریکا هم هغه ډول اوربند غواړي چې افغان حکومت یې غواړي که د خپل ډول اوربند غواړي".

* ډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟

* ولسمشر ټرمپ ته د وسلوالو طالبانو لیک

ښاغلی اعظمي وايي، د ولسمشر ټرمپ دریمه خبره دا وه چې افغانستان کې به خپل پوځیان کموي او له پخوا راهیسې افغانستان کې د پوځیانو د شمېر کمولو خبره کوي.

"دا وخت افغانستان کې د امریکا له ۱۲ تر ۱۳ زرو سرتېري شته، تمه ده چې دا سرتېري نیمايي ته راټیټ کړي، خو دا روښانه نه شوه چې دا څومره وخت کې کموي، خو د دې لپاره پکار ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون وشي او بیا سرتېري کم شي".

د ولسمشر ټرمپ دا سفر په داسې مهال دی چې هم د سولې خبرو هڅې کېږي او هم د ځواکونو کمولو خبره ده.

دا افغانستان ته د ټرمپ اول سفر دی او جنګي سیمې ته یې دویم سفر دی، تېر کال د کرېسمس وخت کې عراق ته تللی او دا ځل افغانستان ته.

د انځور حقوق Reuters

افغانستان ته د سفر هدف خپلو سرتېرو سره لیدل و او دا امریکا کې دود دی چې د دغه هېواد ولسمشر دې ورځو کې بهر کې خپلې پوځي اډې ته ځي، د خپلو سرتېرو سره ډوډۍ خوري، د دوی مننه کوي او قرباني یې ستايي.

داود اغظمي وايي، خو د غني سره لیدنه یې هم اهمیت لري ځکه د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړي کال د غني او د ټرمپ لیدنه وه بیا نه وه شوې، اوس چې د ټاکنو جنجال دی د غني لپاره یې دا لیدنه سمبولیک اهمیت لري:

"خو یوه بله خبره دا مهمه ده چې داسې مشران راځي، نو د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره یې لیدل، خو دې سفر کې ټرمپ له عبدالله سره لیدلي نه دي، ځکه ښايي جنجال راپورته کړي".

بله خبره دا ده چې ټرمپ هلته بګرام کې له غني سره لیدلي، چې افغانستان کې یې تر ټولو لویه اډه ده او ډېر سرتېري یې هلته شته، دا برخه ځکه مهمه ده چې کله اوباما خپله واکمنۍ کې افغانستان ته راغی او بګرام کې یې سرتېرو سره ولیدل پخواني ولسمشر حامدکرزي ور سره ځکه ونه لیدل چې هغه کابل ته نه راغی.