د روغتیا نړیوال سازمان: ۷ زره افغانان ایچ ای وي وېروس لري

'ټولنې بدلون رامنځته کوي' د ملګرو ملتونو لخوا سږ کال له دې ناروغۍ سره د مبارزې شعار بلل شوی د انځور حقوق Getty Images
Image caption 'ټولنې بدلون رامنځته کوي' د ملګرو ملتونو لخوا سږ کال له دې ناروغۍ سره د مبارزې شعار بلل شوی (فایل تصویر)

نن د ډسمبر میاشتې لومړۍ نېټه له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي چې په افغانستان کې له ۷ زرو ډېر خلک اېچ ای وي وېروس لرٍي، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا شمېرې نږدې درې زره بولي او وايي دا ناروغي د کنترول په حالت کې ده.

په افغانستان کې د اېډز د ناروغۍ لومړۍ پېښه درې لسیزې وړاندې په ۱۹۸۹ کې ثبت شوې او له هغه مهال راهیسې دې ناروغۍ له ۲۵۳ کسانو ژوند اخیستی.

'ټولنې بدلون رامنځته کوي ' د ملګرو ملتونو لخوا سږ کال له دې ناروغۍ سره د مبارزې شعار بلل شوی، په داسې حال کې چې په افغان ټولنه کې دا ناروغي لا هم شرم ګڼل کېږي.

زموږ همکار یوسف خان ځدراڼ د ایچ ای وي وېرونس لرونکي داسې یوه ناروغ سره لیدلي چې له خلکو په پټه خپله درملنه کوي.

دا سړی چې مونږ یي دلته د نعمت الله په مستعار نوم یادوو وايي، اووه کاله پخوا هغه مهال چې لا کډوال و د وینې له لارې د ایج ای وي وېروس باندې اخته شو. اوس د ۴۵ کلن نعمت اله په کور کې دا مهال درې کسان د ایچ ای وي وېروس لري.

دوی چې اوس د کډوالۍ له ژونده راګرځېدلي او د کابل په ختیخ کې اوسېږي وايي د کابل په یوه وړیا درملنې مرکز کې يي د پرلپسې درملنې له کبله دا ناروغي کنترول کړې، خو وايي په ورځني ژوند کې له دوه ګوني چلند سره مخ دی.

پلار، مور او زوی په هرو دریو میاشتو کې طبي معاینې کوي او نوي درمل تر لاسه کوي خو په ټولنه کې د ناوړه حاکم دود له کبله يي په وضعیت څوک نه دي خبر کړي.

په افغانستان کې د دې فکر له کبله چې ايډز یواځې د جنسي نږدیوالي څخه رامنځته کېږي خلک ان په اسانه نه غواړي درملنې ته زړه ښه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روغتیاپالو په وینا نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی، جنسي نژدېوالی، پرانېستي سرحدونه او یو شمېر نور د یادې ناروغۍ د خپرېدو عمده لاملونه دي.

کارپوهان وايي، ایچ ای وي ویروس چې د دبدن دفاعي سیستم کمزوری کوي داسې ناروغي ګڼل کېږي چې اسانه او بشپړه له منځه نه ځي خو د کنټرول وړ ده.

ډاکټران وايي د اېچ ای وي وېروس لرونکي ناروغان ځانګړي نښې نښانې نه لري خو دوامداره اسهالات، تبه او د وزن بایلود يي په شکمنو نښو کې راځي او دوی که په ایچ ای وي اخته ناروغ هر څومره ژر خپله درملنه پیل کړي هومره يي درملنه او کنترول اسانه دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د اېډز ناروغي د مهارولو لپاره يي عامه پوهاوي پروګرامونه او روغتیايي مرکزونه ډېر کړي دي.

ورته مطالب