ایران کې لاریونونه؛ ۹ افغانان وژل شوي ۱۲۱ نیول شوي

  • 2 دسمبر 2019 - 11 لیندۍ 1398
د انځور حقوق Getty Images
Image caption له نږدې ۱۵ ورځو راهیسې ایران کې دا مظاهرې د تیلو بیې په ډېرېدو پسې پیل شوې دي.

یوه خبره سرچینه وايي، ایران کې د وروستیو لاریونونو له امله ۹ افغان وګړي هم وژل شوي او ۱۲۱ نور د ایران امنیتي ځواکونو نیولي دي.

دا سرچینه وايي، د یوه ۱۸ کلن وژل شوي خپلوانو ورته وویل، د کرج اوسېدونکی دا هلک د سودا اخیستو لپاره له کور وتلی او په نښه شوی دی.

د دوی په خبره، سر ته ویشتل شوی و.

دا سرچینه زیاتوي، نه پوهېږي چې افغانان ولې وژل شوي، ځکه افغانان هیڅکله هم د ایران مظاهرو کې ګډون نه کوي.

* د مبارزې سمبول ښځه

* ایران کې د لاریونونو دوام او هممهاله نړیوال غبرګونونه

تراوسه د ایران حکومت په دې هکله څه نه دي ویلي او نه هم د افغانستان بهرنیو چارو وزارت رسمي نظر څرګند کړی.

د ایران ځینې ولایتونو کې اوسنۍ مظاهرې نږدې دوه اونۍ وړاندې په دغه هېواد کې د تیلو بیې په زیاتېدو پسې پیل شوې.

د بښنې نړیوالې ادارې، امریکا او نورو هېوادونو ایران د لاریونوالو په ځپلو تورن کړی دی.

د انځور حقوق FARS
Image caption تهران ته څېرمه نیول شوي مظاهره چیان

وروستي رپوټونه وايي، ډېر مظاهره چیان نیول شوي او ایران هم پر بهرنیو حکومتونو تور لګولی چې دې مظاهرو کې لاس لري.

د بښنې نړیواله اداره وايي، دې مظاهرو کې لږ تر لږه ۱۶۱ کسان وژل شوي دي.

خو د کلیمه وېبپاڼې په ګډون ځینې سرچینو د مړو شمېر ډېر او تر ۳۶۶ پورې بللی دی.

ورته مطالب