د اسیا بنسټ: نژدې ۹۰ سلنه افغانان د سولې د خبرو پلویان دي

د انځور حقوق AF

د اسیا بنسټ تازه نظر پوښتنه ښيي چې په افغانستان کې نژدې ۹۰ سلنه خلک د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ملاتړ کوي.

د دې ارزونې له مخې ۶۴ سلنه خلک باور لري چې دا مذاکرات پایلې ته رسيدلی شي. په نظر پوښتنه کې ویل شوي چې د خپل هېواد د وضعیت ښه کېدو په اړه هم د خلکو هیله مندي ډېره شوې.

په دې ارزونه کې له نژدې ۱۸ زره کسانو سره چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو لوړ دي، مرکې شوې دي. په دوی کې پنځوس سلنه ښځې دي.

د نظر پوښتنې ګډونوالو کې ۸۰ سلنه خلک په کلیو او نژدې ۲۰ سنله یې ښارونو کې ژوند کوي.

د نظر پوښتنې عمده موضوعات، امنیت، ټاکنې، حکومتولي، اقتصاد، لومړني خدمتونه، فساد، ځوانان، له طالبانو سره سوله، رسنیو ته لاسرسی، کډوالي او د ښځو ونډه او د دوی سیاسي مشارکت وو.

دغه ارزونه ښيي چې ۸۸،۵ سلنه خلک په دې هېواد کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړي دي.

سولې ته د هیله مندۍ کچه د افغانستان په ختیځ کې ۷۶،۹ سلنه ده.

په سویل لویدیځو ولایتونو کې بیا ۷۲،۹ سلنه وګړي په دې باور دي چې سوله شونې ده. خو سولې ته تر ټولو لږ هیله په مرکزي ولایتونو کې ده چې کچه یې ۳۸،۷ سلنه ښودل شوې ده.

د نظر پوښتنې له ګډونوالو د سولې بهیر په اړه د دوی د معلوماتو پوښتنه شوې. شاوخوا ۷۸ سلنه خلکو ویلي چې د سولې د بهیر په اړه پوهیږي.

شاوخوا نیمو یې ویلي، احساس کوي چې د سولې په خبرو کې د دوی استازولي شوې ده.

د انځور حقوق AF

د اسیا بنسټ په تازه ارزونه کې د هغو کسانو شمېر هم ډېر شوی چې غواړي حکومت له سولې سره د یوځای شویو مخالفو وسله والو سره مرسته وکړي.

نژدې ۳۴ سلنه خلکو ویلي، حکومت باید هغو کسانو ته د کار موندنې او د اوسېدو ځای د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي چې د سولې بهیر سره یوځای کیږي. خو تېر کال دا شمېر ۲۶ سلنه و.

په سوله کې باید کوم شیان وساتل شي؟

دا یوه بله پوښتنه ده چې د اسیا بنسټ د نظر پوښتنې له ګډونوالو کړې.

په ځواب کې نژدې ۵۵ سلنه خلکو ویلي، اوسنی اساسي قانون، شاوخوا ۵۴ سلنه کسانو ویلي چې مرکزي پیاوړی حکومت، ۴۶ سلنه د بیان ازادي، ۴۷ سلنه د رسنیو ازادي او شاوخوا ۱۸ سلنه خلکو د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه کړې.

د ښځو حقونه د دې سروې یوه بله موضوع وه چې ګډونوالو یې د ساتنې غوښتنه کړې.

نژدې ۶۶ سنله کسانو ویلي، هغه ولسمشر ته به رایه ورنه کړي چې د ښځو پوهنه او روزنه له خطر سره مخ کړي او شاوخوا ۶۵ سلنه ګډونوالو له کوره بهر د ښځو پر کار کولو ټینګار کړی دی.

هېواد کوم لور ته روان دی؟

روان کال کې د هغو افغانانو شمېر هم زیات شوی چې فکر کوي هیواد یې سم لور ته روان دی.

له ۲۰۱۳ کال راهیسې اوسني وضعیت ته د هیله منو کسانو شمېر په کمساري ډول زیات شوی دی.

د انځور حقوق AF
Image caption د ښځو د حقونو خوندیتوب د نظر پوښتنې د ګډونوالو یوه غوښتنه ده

د افغانستان د تګلارې په اړه مثبت فکر په ۲۰۱۳ کال کې تر بل هر وخت لوړ ثبت شوی و، خو له هغې وروسته کال په کال او په ۲۰۱۶ کې تر ټولو کمرنګه شو.

هغه وخت د اقتصاد، ناندرییزو ټاکنو او بهرنیو ځواکونو د راکمېدا د اغېز په اړه اندېښنې ډېرې شوې وې. سږ کال ۳۶،۱ سلنه خلک فکر کوي چې افغانستان سم لور ته روان دی. تېر کال دغه کچه ۳۲،۸ سنله وه.

په پرتله ییز ډول د امنیتي وضعیت ښه کېدا، د بیارغونې دوام، د حکومتولۍ ښه کېدا، د ښځو د حقونو خوندیتوب او د اقتصادي وضعیت ښه کېدا د خلکو د هیله مندۍ مهم لاملونه دي.

د اسیا بنسټ له ۱۵ کلونو راهیسې هر کال له زرګونو کسانو سره د افغانستان د وضعیت په اړه له مرکو وروسته د خپلې نظر پوښتنې جزیات شریکوي.

ورته مطالب