د معلولینو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې یې وضعیت لا هم بد دی

افغانستان د انځور حقوق Getty Images

د دسمبر درېیمه د معلولانو نړیواله ورځ ده. ملګري ملتونه دغه ورځ له ۱۹۹۲ زېږدیز کاله راهیسې معلولانو ته د حکومتونو او ټولنو د پام اړولو په موخه لمانځي.

سږکال یې شعار 'معلولان د مشرۍ تر کچې ' پورې ټاکلی دی.

ملګري ملتونه وايي په نړۍ کې تر پنځه سوه میلیونه ډېر معلولان کسان ژوند کوي چې په وینا یې هره ورځ له خپلې جسمي او روحي ناتوانۍ ځورېږي.

د افغانستان د معلولیت ملي سروې شمېرو له مخې او د سره صلیب شمېرو له مخې ۱.۵ میلیونه کسان د بېلابېلو کچو معلولین دي.

له پورته یادې شمېرې نږې ۱۷ سلنه د جګړو له امله معلول شوي دي.

افغانستان همدارنګه یو له هغو هېوادونو دی چې د معلولینو د درملنې له ستونزو سره مخ دی، د زیربناوو، طبي وسایلو او روغتیایي اسانتیاوو کمی دی. افغانستان د فیزیوتراپۍ برخه کې هم له ستونزو سره مخ دی.

افغانسان کې سور صلیب وایي یوازې ۲۰۱۸ کې یې ۲۲ زرو کسانو ته مصنوعي پروستیت بدن غړي جوړ کړي او لګولي دي.

د افغان جګړې د قربانیانو نوی ډول؛ د معلولو ماشومانو زېږېدل

د وردګو معیوبو ته په نیمه بیه د استوګنې نومرې

دېرش کلن اشرف فروع ۹ کلن و، چې په کور کې یې هاوان ولګېد. ورور یې ووژل شو، د تره زوی یې ژوبل او دی یې د تل لپاره معلول کړ، چې له نامه لاندې فلج دی.

ښاغلي فروع پوهنتون ته په ویلچیر یا ګرځنده څوکۍ کې ځي او راځي. نوموړي وايي په افغانستان کې په دولتي او شخصي ادارو، روغتونونو، ښوونیزو مرکزونو او سړکونو کې د معلولانو د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو نشتون له ډېرو ستونزو مخ کړی دی.

په افغانستان کې معلولان نه یوازې له معلولیته ځورېږي بلکې یو شمېر، چې لوړې زده کړې یې هم کړې دي، په وینا یې له وزګارۍ سره هم لاس او ګرېوان دي.

د کابل په یوه چاودنه کې د صفي الله پښه پرې شوه. نوموړي د کرنې پوهنځی لوستی او اوس د یوې دولتي ادارې کار کوونکی دی، په وینا یې په دندې پسې دومره وګرځېد چې څو جوړې بوټوني زاړه شول.

د انځور حقوق Getty Images

تازه د افغانستان ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون یوه مقرره تصویب کړه چې پر بنسټ به یې په دولتي ادارو کې د معلولانو په دندو ګومارلو ته باید پام ډېر شي.

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې د دولت د ۴ سوه زره کار کوونکو له ډلې یوازې ۳ زره یې معلول کسان دي، چې یوه سلنه هم نه جوړوي، خو د افغانستان اساسي قانون پر بنسټ د دولتي او شخصي ادارو د کار کوونکو درې سلنه باید معلول کسان وي.

اړونده مطالب