افغانستان کې د جاپانۍ مؤسسې مشر ناکامورا وسله وال برید کې ووژل شو

ناکامورا د انځور حقوق Getty Images
Image caption ويل کېږي ژوبل تېتسو ناکامورا نومی جاپانی دی، نوموړی هغه مهال ویشتل شوی دی چې له کوره کارځای ته پر لار و.

د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، په دې ولایت کې د جاپانۍ مؤسسې مشر تېتسو ناکامورا چې نن سهار په یوه برید کې ټپي شوی و، مړ شوی دی.

د ښاغلي خوږیاڼي په خبره، نوموړی هغه مهال مړ شوی چې له ننګرهاره د بګرام روغتون ته لېږدول کېده. د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، نن (چارشنبه) جلال اباد ښار کې د یوې جاپانۍ مؤسسې پر موټر وسله وال برید شوی، چې پنځه افغانان په کې وژل شوي.

د اسیا بنسټ: نژدې ۹۰ سلنه افغانان د سولې د خبرو پلویان دي

دغه ۷۳ کلن جاپانی ډاکټر له څو کلونو راهیسې د افغانانو د ژوند ښه کولو پر کارونو بوخت و.

ناکامورا پر سینه ښۍ خوا ته ویشتل شوی چې له برید ورسته سم لاسي روغتون ته وړل شوی، خو بګرام ته د لېږدولو پرمهال د جلال اباد هوايي ډګر کې یې سا ورکړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډاکټر ناکامورا د افغانستان په کلیوالو سیمو کې فعالیت درلود

په افغانستان کې دا ډول بریدونه معمولاً هر وخت ترسره کېږي. تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو یو هندي الاصله امریکايي کارکوونکی په کابل کې یوې چاودنې وواژه. چاودنه د هغه پر موټر شوې وه.

په افغانستان کې د بي بي سي یوه څېړنه وايي، د تېرې اګسټ میاشتې هره ورځ افغانستان کې په اوسط ډول ۷۴ سړي، ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption نوموړی جلال اباد ښار کې خپله ډاډسن کې د کار پر لور روان و چې برید پرې وشو
د انځور حقوق Reuters
Image caption د نوموړي د موټر پر ښیښو لګېدلې مرمۍ

د ناکامورا وژل کېدو ته غبرګونونه

د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې ویلي، د ډاکټر ناکامورا په وژل کېدو یې "ټکان" خوړلی. په کابل کې د امریکا سفارت دا برید غندلی چې په وینا یې "مرستندویه کارکوونکي باید په نښه نه کړل شي".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم دا کرکجنه وژنه بللې ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي، افغان حکومت پر ناکامورا برید په کلکو ټکو غندي او دا یو "ناوړه او وحشیانه برید" بولي. ارګ هغه د افغانستان "بهترینه دوست" بللی.

"ډاکټر ناکامورا خپل ټول ژوند د افغانانو د ژوند بدلولو لپاره وقف کړی و. د اوبو پر کانالونو، برېښنا بندونو او د زراعت پر پیاوړتیا یې کار کاوه."

د انځور حقوق AFP

په کابل کې د المان سفیر اېرنېسټ نورمان د هغه وژنه "بې شعوره" کار بللی او زیاته کړې یې ده چې ډاکټر ناکامورا خپل ژوند د افغانستان او د سولې پرمختګ لپاره ځانګړی کړی و.

د ننګرهار والي شاه محمو میاخیل ویلي، د ننګرهار یان ټول د ناکامو را پر وژنه خواشیني شوي او د ده د څو کلونو کړنو منندوی دي.

تېتسو ناکامورا څوک و؟

نوموړی په ۱۹۴۶ کال د جاپان فوکوارا ښار کې زیږېدلی. تر ډاکټرۍ لوستلو وروسته په ۱۹۸۴ کال پاکستان ته لېږدېدلی او د پیس ناروغانو درملنه یې کوله.

دوه کاله وروسته، نوموړی افغانستان ته راغلی او هلته یې د ننګرهار یوه لیرې کلي کې خپل لومړنی کلنیک او د جاپان نا دولتي مؤسسه PMS پرانیسته.

دغې مؤسسې ۱۰ کلینیکونه لرل چې د پیس ناروغانو ته یې د درملنې اسانتیاوې برابرولې.

داکټر ناکامورا کلیوال ته د ژورو څاګانو ایستلو او اوبو رسولو کې برخه اخیستې ده. ناکامورا په جلال اباد کې په کاکا مراد هم مشهور و.

د انځور حقوق ARG
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني ددې مؤسسې مشر ته د هغه د فعالیتونو له کبله د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، د ناکامورا پر موټر وسله وال برید کې دده درې افغان ساتونکي، یو موټر چلوونکی او یو بل کارکووونکی هم وژل شوي دي.

یاده مؤسسه له تېرو کابو دیارلسو کلونو راهیسې ننګرهار کې د اوبو د مدیریت او کرنې برخو کې فعالیت لري.

دې مؤسسې په ښېوه، بهسودو او کامه ولسوالیو کې د اوبو بندونه جوړ کړي، چې له برکته یې د سیمې زرګونه جرېبه ځمکه زرغونېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ددې مؤسسې مشر ته د هغه د فعالیتونو له کبله د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړی و.

تر اوسه ددغه برید مسؤولیت چا یا کومې ډلې نه دی منلی.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي، پر کامورا برید د دوی کار نه دی او وايي د طالبانو تحریک له هغو نادولتي مؤسسو سره ښې اړیکې لري، چې په رغیز ډګر کې فعالیت کوي او دوی د طالبانو لپاره پوځي هدف نه دی.

ورته مطالب