'۲۰۲۰ کې به بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو شمېر دوه برابره شي'

اوچا د انځور حقوق @OCHAAfg
Image caption 'اوچا' د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په درشل کې د افغانانو اړتیاوو او ستونزو په ډېرېدو اندېښنه ښودلې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې په افغانستان کې د اړمنو خلکو د ډېرېدو خبر ورکړی دی. 'اوچا' اټکل کړی چې په ۲۰۲۰ کې به ۹ اعشاریه څلور میلیونه افغان وګړي چې د تېر کال په پرتله نژدې دوه برابره کېږي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي یوه مسول نن (چارشنبه، لیندۍ ۱۳) په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې د سولې تر راتګه به افغانان له ستونزمنو حالاتو تېرېږي، خو ملګري ملتونه هڅه کوي چې د افغانانو بشري اړتیاوې پوره کړي.

'اوچا' د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په درشل کې د افغانانو اړتیاوو او ستونزو په ډېرېدو اندېښنه ښودلې. دې بنسټ ویلي پرلپسې جګړو، ناامنو او طبیعي ستونزو بېړنیو مرستو ته د افغانانو شمېر او اړتیا ډېره کړې ده.

اوچا په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې اړمنو افغانانو ته د رسېدا په موخه په مرستندویو بنسټونو او هېوادونو د ۷۳۲ میلیونه ډالرو مرستې غږ کړی، چې په ۲۰۱۹ کال کې دا اندازه څه باندې ۶۰۰ میلیونه ډالره وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي مسؤل ټوبي لېنزر په خبري غونډه کې وویل، ملګري ملتونه هڅه کوي د مخ پر زیاتېدونکو اړمنو وګړو اړتیاوو ته ورسېږي:

"دا چې ۲۰۲۰ کال نژدې دی له بده مرغه چې زه تاسې ته په ۲۰۲۰ کال کې د اړمنو خلکو شمېر د ډېرېدو خبر درکوم موږ اټکل کوو چې په ټول افغانستان کې به ۹ اعشاریه ۴ میلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري، په دې معنا چې په هرو څلور کسانو کې به یو کس یا د ټول نفوس څلورمه برخه د بشري مرستو اړتیا لري، دې شمېرې خلکو ته د رسېدو لپاره د ۷۳۲ میلیونو ډالرو اړتیا ده چې موږ هڅه کوو د نړیوالې ټولنې په مرسته يي پوره کړو."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان نژدې نیمايي نفوس د خوړو خوندیتوب نه لري

ملګري ملتونه وايي څلوېښت کلنې جګړې، ناامنيو، بې وزلۍ، بې کاري او له خپلو مېنو بې ځایه کېدو د اړتیاوو غوښتنې ګراف د هر کال په تېرېدو لوړ کړی دی.

د بشري مرستو همغږي کوونکي ادارې د شمېرو له مخې روان زیږدیز کال نږدې څلور سوه زره خلک له خپلو مېنو بې ځایه شوي او اټکل کوي چې دا شمېرې هم ممکن لوړې شي.

په شمال، لوېدیځ او مرکزي افغانستان کې ځینې وګړو بي بي سي ته ویلي روان کال ځینو لومړنیو مرستو يې اړتیاوې نه دي پوره کړې او راتلونکې ته لا اندېښمن دي.

ورته مطالب