د افغان سولې خبرې؛ 'خلیلزاد قطر کې له طالب استازو سره پر تړون غږېږي'

زلمی خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر د انځور حقوق Getty Images
Image caption زلمی خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازى زلمي خليلزاد به ډېر ژر قطر ته سفر وکړي، چې له طالب استازو سره وگوري او د سولې د يوه تړون لپاره خبرې له سره پيل کړي.

دغه خبره له هغه وروسته راځي، چې ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د خپل يوه ناڅاپي سفر پرمهال وويل، واشنگټن له طالبانو سره د سولې خبرو کې بيا ښکېل شوى دى.

د همدې هڅو په ترڅ کي ښاغلي خليلزاد کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دې کتنه کې دواړو خواوو د اوربند او له هېواده بهر د طالبانو د پټنځایونو پر ستونزې تمرکز چې د افغانستان او امریکا جمهور رئیسانو پرې په خپله وروستۍ کتنه کې د تلپاتې سولې موافقتنامې د ترلاسه کولو په خاطر بحث کړی وو، خبرې وکړې.

ولسمشر غني خلیلزاد ته څرګنده کړه چې د سولې پروسې د پرمخ بېولو په موخه باید دواړه یاد شوي موضوعات په جدي ډول په پام کې ونیول شي.

ښاغلی ټرمپ د تېرې جمعې په شپه په ناڅاپي ډول افغانستان ته راغی او د بګرام په پوځي مرکز کې يې له افغان ولسمشر او خپلو پوځیانو سره لیدنه او خبرې وکړل.

ښاغلي ټرمپ هغه مهال ومنله چې له طالبانو سره د سولې په ټپه درول شوې خبرې یې له سره پيلوي او ده ویلي و چې طالبان یوې هوکړې ته لېواله دي.

د انځور حقوق Arg
Image caption ارګ وايي، ولسمشر غني خلیلزاد ته څرګنده کړه چې د سولې پروسې د پرمخ بېولو په موخه باید یاد شوي موضوعات په جدي ډول په پام کې ونیول شي.

هغه مهال طالبانو هم ویلي و چې له امریکا سره هغې هوکړې ته ژمن دي چې له نهو غونډو وروسته لاسلیک ته نژدې شوې وه.

ښاغلي خلیلزاد له دې مخکې په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، افغانستان کې د 'اسلامي دولت' یا داعش ضد جګړه کې پاموړ پرمختګ شوی دی، او د دې ډلې ځپلو کې د امریکايي ځواکونو، ناټو او افغان امنیتي ځواکونو سربېره، وسلوال طالبان هم رول لري.

افغان حکومت تېره میاشت د داعش د لسګونو وسلوالو د تسلیمېدو خبره وکړه، خو هغه مهال وسلوالو طالبانو هم بیا بیا وویل، چې "داعش" ته افغان حکومت نه، بلکې دوی ماتې ورکړې ده.

خلیلزاد په خپل پیغام کې افغانستان ته د سفر په هکله د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګندونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي: "د امریکايي ځواکونو، ناټو او افغان امنیتي ځواکونو او همدرانګه طالبانو اغېزناک عملیات د دې سبب شول چې داعش خپلې ولکه کړې سیمې او وسلوال له لاسه ور کړي."

زلمي خلیلزاد د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش ضد جګړې ته اشاره کړې، چې په وینا یې سلګونه داعشیان تسلیم شول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روانې میاشتې نومبر په ۱۲ هم د ننګرهار ځايي چارواکو وویل، د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د 'اسلامي دولت' نومي ډلې داعش د جنګیالیو د کورنیو ۹۳ غړي تسلیم شوي

ښاغلی خلیلزاد دا مني چې داعش لا هم له منځه تللی نه دی، خو د دې ډلې پرضد جګړه کې ریښتونی پرمختګ شوی دی.

د روانې میاشتې نومبر په ۱۲ هم د ننګرهار ځايي چارواکو وویل، د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د 'اسلامي دولت' نومي ډلې داعش د جنګیالیو د کورنیو ۹۳ غړي تسلیم شوي چې ۲۳ پکې مېرمنې او نژدې دېرش يې ماشومان دي.

دغه کسان رسنیو ته نه دي ښودل شوي، خو چارواکي وایي، دې ډله کې د يوه نارينه په ګډون ۱۳ مېرمنې او کوچنیان د پاکستان اوسېدونکي دي.

د تېر اکټوبر وروستیو کې هم ځايي چارواکو يوه رسنيزه غونډه کې وويل، د داعش ۷۲ غړي ورته تسلیم شوي چې پکې ۱۹ مېرمنې او ۳۵ ماشومان دي. هغه ډله کې درې سړي او درې مېرمنې د اردن بلل شوي وو.

افغانستان کې ننګرهار د داعش مرکز بلل کېږي او په لومړی ځل دغه سیمه کې را پورته شول.

امریکا د ۲۰۱۴ کال د اپرېل پر ۱۳ په اچین کې د دې ډلې پر مرکزونو د بمونو مور په نون نااټومي بم هم وغورځاوه.

د داعش او طالبانو ترمنځ د دې ډلې د رامنځ ته کېدو له پیله سیمه کې جګړې شوې، چې ان نږدې دوه کاله مخکې د دوی د جګړې له امله له خوګیاڼو ولسوالۍ څلور زره کورنۍ کډه شوې.

ورته مطالب