افغانستان کې د جاپانۍ مؤسسې مشر ناکامورا وسله وال برید کې ووژل شو
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د جاپانۍ مؤسسې مشر ناکامورا وسله وال برید کې ووژل شو

د افغانانو اتل مرګ، جاپانی ډاکټر تيتسو ناکامورا چې ټول کار او ژوند يې د افغانانو ژون ښوالي ته ځاګړی کړی و، جلال اباد کې يو بريد کې له ټپي کېدو وروسته مړی شوی. جاپانی ډاکټر تېتسو ناکامورا چې خپل کار او ژوند يې د افغانان ژوند ښه والي ته ځانګړی کړی و، نن جلال آباد کې يو بريد کې له ټپي کېدو وروسته مړ شو. وسله والو داسې حال کې د ۷۳ کلن ناکامورا پر ګاډي بريد وکړ، چې د يوې پروژې څارنې ته ورروان و. دی د جاپان يوې خيريه ټولنې مشر و، چې افغانستان کې يې د اوبخور او کرنې ښه والي لپاره کار کاوه. لا تر اوسه روښانه نه ده، او نه هم چا ويلي چې بريد د چا کار و. نور حال د ذبیح الله رحیمزي په رپوټ کې.