عبدالله، حکمتیار او نبیل: په ټاکنو کې د درغلۍ پر وړاندې به درېږو

د انځور حقوق Dr. Abdullah Abdullah/facebook

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو درې تنه نوماندان؛ عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په یوه ګډه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې په ټاکنو کې درغلي شوې او دوی به یې پر وړاندې په ګډه ودرېږي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت او د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت د ټاکنیزو ډلو مشرانو نن چهار شنبه ناوخته، د سولې د عالي شورا د مشر او د عبدالله عبدالله د ټاکنډلې غړي کریم خلیلي په کور کې د بندو دروازو تر شا ناسته کړه.

دوی له ناستې وروسته یوه پنځه مادې لرونکې ګډه خبرپاڼه خپره کړه.

دوی په دې خبرپاڼه کې ژمنه سره کړې ده چې په ټاکنو کې د شوې درغلۍ پر وړاندې به په ګډه مبارزه کوي.

دغو درې نوماندانو همدا راز ویلي، که ټاکنو کمېسیون خپل کارونه له قانون او تګلارو سره برابر نه کړي، دوی به هره هغه هڅه ناکامه کړي چې په درغلیو د رامنځته کېدونکي حکومت لپاره وي.

دغه راز دوی له امنیتي ځواکونو هم غوښتي چې په ټاکنیزو ناندریو کې خپله بې پلوي وساتي.

ټاکنیزې ناندرۍ؛ د عبدالله زرګونو پلویانو په کابل کې لاریون وکړ

د عبدالله ټاکنډله: که تر شنبې مشکوکې رایې باطلې نشوې، نوي اعتراضونه پیلوو

د غو درې ټاکنیزو ډلو په ګډه خپره کړې خبرپاڼه کې له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې په ټاکنیز بهیر کې بې پلوه پاتې شي او د درغلیو او رڼوالي په جنجال کې، د رڼوالي خوا ونیسي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو په وروستیو ورځو کې په یو شمېر شمالي ولایتونو کې په مظاهرو لاس پورې کړی او د هغو درې سوه زرو رایو د باطلېدو غوښتنه کوي چې دغه ډله یې تورې یا تقلبي بولي.

په ورته وخت کې د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ وايي چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو جنجالونه د تاوتریخوالي په لوري روان دي او دوی له دې وضعیت اندېښنه لري.

د انځور حقوق Dr. Abdullah Abdullah/facebook
Image caption د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو په وروستیو ورځو کې په یو شمېر شمالي ولایتونو کې په مظاهرو لاس پورې کړی

د دغه بنسټ مشر نعیم ایوب زاده وویل چې د روان په ټپه درېدلي حالت د حل لپاره پکار ده چې نړیواله ټولنه مرسته وکړي.

د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د رایو د بیا شمېرنې بهیر په ۲۷ ولایتونو کې پای ته رسېدلی دی او په اوو ولایتونو کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د دغه بهیر مخه نیولې ده.

اوسمهال اصلي جنجال په درې سوه زره رایو دی. د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وايي چې دا رایې یا هم بایومټریک مالومات نه لري او یا هم له ټاکلي وخت مخکې او یا وروسته صندوقونو ته اچول شوې دي، او له همدې کبله باید باطلې شي.

خو د ټاکنو کمېسیون وايي چې د دغو رایو له ډلې یوه برخه یې د باور وړ دي او د نورو په اړه د ټولو ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې او څېړنې له بهیر مخکې پرېکړه نه شي کولای.