په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

'د اچین بې ځایه شوي اوسېدونکي بېرته خپلو مېنو ته ستنېږي'

د ننګرهار اچین چې تېرو څو کلونو کې د داعش اورپکو فعاليتونو او پر وړاندې يې جګړو ځپلی، افغان چارواکي وايي اورپکي یې مات کړي، بې ځايه شوي چې بېرته خپلو مېنو ته ستنېږي، د سختو کړاوونو کیسې کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، چې کابل ته له افغان مشرتابه سره د ليدو لپاره تللی ويلي، داعش ضد جګړه کې پاموړ پرمختګ شوی، او ګنې وسلوال طالبان هم په کې رول لري. افغان حکومت چې دا تېر نومبر د داعش لسګونو وسلوالو د تسلیمېدو خبره کوله، طالبانو ویل، داعش، ته افغان حکومت نه، دوی ماتې ور کړې ده. د ننګرهار اچین هغه والسوالي ده چې د داعش فعاليت پيلېدو سره د سيمې ډېر اوسېدونکي تېښتې ته اړ شوي وو. اوس د اچین اوسېدونکي بېرته خپلو مېنو ته ستنېږي او له حکومته د مرستې غوښتنه کوي. دلته یې کیسه ګورو.