د کابل ککړه هوا؛ چارواکو د احتیاطي تدبیرونو غږ کړی

کابل کککړه هوا د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاریان اړ دي چې د لوګیو، لوخړو او د زیانمنو زراتو څخه په ډکه دې هوا کې تګ راتګ او د ژوند چارې پرمخ یوسي

د افغانستان چاپیریال ساتنې ملي ادارې د ککړې هوا اغېز د کمولو لپاره د پلازمینې کابل پر اوسېدونکو د احتیاطي تدبیرونو نیولو غږ کړی دی.

دې ادارې په ککړه هوا کې له اړتیا پرته له ګرځېدو ډډه، د ماسکونو په واسطه د خولې او پزې پټول لومړني ګامونه بللي چې کابل مېشتې يي باید مراعت کړي.

د چاپیریال ساتنې ادارې د هوا ککړتیا کچې کمولو لپاره له خلکو او دولتي ادارو غوښتنه کړي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. په دې ورستیو کې د کابل د هوا د ککړتیا کچې لوړېدو د دې ښار اوسیدونکي سخت اندېښمن کړي دي.

د دې ګڼ میشتي ښار اوسیدونکو ته سخته ککړه هوا له مازدیګر وروسته ازاده ساه اخیستل سختوي، خو ښاریان اړ دي چې د لوګیو، لوخړو او د زیانمنو زراتو څخه په ډکه دې هوا کې تګ راتګ او د ژوند چارې پرمخ یوسي.

ککړې هوا د خلکو ترڅنګ حکومتي چارواکي هم اندیښمن کړي خو د حل لارې په موخه يي کار څه پایله نده ورکړي، د افغانستان چاپیریال ساتنې اداره د ککړې هوا په اړه د اندیښنې تر څنګ وايي که خلک او دولتي ادارې مرسته ونکړي هوا به لا ککړه شي.

د دې ادارې مشر شاه زمان میوندي په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال په خلکو غږ وکړ چې د زیان کچې کمولو لپاره خپل احتیاطي ګامونه واخلي.

د چاپیریال ساتنې ادارې تېره اونۍ هم د هوا ککړکتیا کچې کمولو لپاره د دنګو ودانیو له جوړونکو غوښتنه کړي وه چې پخپلو ودانیو کې داسې فیلترونه ولګوي چې د ډبرو سکارو له سوځلو څخه تولیدونکی لوګی تصفیه کړي، هغه مهال چارواکو د دې امر د نه پلي کیدو په صورت کې د قانوني چلند یادونه هم کړي وه خو لیدل کیږي چې تر اوسه دا پرېکړه ډېرو جدي نده نیولي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مرستیال عزت الله صدیقي پدې غونډه کې وویل د هوا ککړتیا معلولو اله ښيي چې د کابل په ځينو سیمو کې د هوا ککړتیا له کچې وتلي بولي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په کابل کې هر ژمۍ ککړه هوا د خلکو په خوله وي خو چارواکي بیا د عملي ګامونو خبره کوي.

له چټلې او ککړې هوا څخه د مخنیوي کمیسیون هم تېره اونۍ د ولسمشر غني په مشرۍ ناسته کړي وه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني د دې کمیسیون له چارو راضي نه وو خو د کمیسیون له غړو يي وغوښتل چې تر لسو نورو ورځو د هوا ککړتیا کچې د کمولو لپاره عملي طرحه چمتو کړي.

په کابل کې هر ژمۍ ککړه هوا د خلکو په خوله وي خو چارواکي بیا د عملي ګامونو خبره کوي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د دغې وضعیت د کابو کولو لپاره په دې وروستیو کې پنځه کلنه طرحه چمتو او وروسته بیا کابیني هم تصویب کړه.

د دغې طرحې له مخې ۲۵ وزارتونه او دولتي ادارې مکلفې ګرځول شوې چې د چاپیریال ساتنې ادارې سره په ګډه د هوا د ککړتیا مخه ونیسي.

ورته مطالب