هلمند کې ځانمرګي بریدګر پنځه افغان پوځیان وژلي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ارشیف انځور

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي بریدګر په چاودنه کې د ملي اردو ۵ سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې پېښه نن سهار لس بجې هغه مهال شوې چې یو ځانمرګی بریدګر چې په مازدا ډوله ګاډي کې سپور و، مخکې له دې چې د ملي اردو پر مرکز برید وکړي، د امنیتي ځواکونو لخوا ویشتل شوی او چاودنه شوې ده.

ددې وزارت په خبره، بریدګر غوښتل چې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په کې د ۲۱۵ میوند قل اردو د دریمې لوا د لومړي کنډک پر یوې پوستې برید وکړي. د وزارت په خبره امنیتي سرتېرو بریدګر پېژندلی او ډزې یې پرې کړي او له دې سره بریدګر ځان ته چاودنه ورکړې ده.

وسله وال طالبان وايي دا برید دوی کړی او زیاتوي چې برید د ځانمرګي په مټ شوی. دوی افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

خو په سیمه کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، بريد د نادعلي ولسوالۍ د تور پل سیمه کې د ملي اردو د کامران په نوم پوځ کوټ باندې د مازدا موټر په مټ شوی دی.

یوه امنیتي سرچینه وايي، په دغه برید کي د افغان پوځ اته سرتیري وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، په ننني برید کې افغان ځواکونو ترڅنګ ولسي خلکو ته هم زیان اوښتي خو کره شمېره یې نه ده ښول شوې.

تېره ورځ ناوخته د مرکز لښکرګاه او سنګین تر منځ لویه لار باندې د یوه ماین په چاودنه کې پنځ پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي و، پولیس په سیمه کي د ماینونو په شنډولو بوخت و او چاودنه پرې شوې وه.

ورته مطالب