''بګرام برید پای ته رسېدلی''

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، بګرام ولسوالۍ کې پر یوه 'غیر فعال کلینک ' نن ګهیځ پیل شوی برید پای ته رسېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خواله رسنۍ ټویټر لیکلي:

''هغه ټول بریدګر چې نن ګهیځ یې د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې پر یوه غیر فعال کلینک برید کړی و، له پښو غورځول شوي دي. دغه ترهګریز برید کې د یوې ښځې په ګډون دوه ملکي کسان وژل شوي او ۷۰ نور ملکي کسان ټپیان دي. ''

د پروان والي ویاندې وحیده شهکار بي بي سي ته وویل، په ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

بل لور ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه خبري غونډه کې دغه برید سخت غندلی او په وینا یې ''د لسګونو ملکي افغانانو تر څنګ دغه برید کې د اییتلافي ځواکونو پنځه سرتېري هم ټپیان شوي دي او هغه روغتون ته هم سخت زیان اوښتی چې د افغانانو لپاره رغول شوی و. ''

نوموړي زیاته کړه، ''موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د افغانانو تر څنګ ولاړ یو. ''

له دې مخکې د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي بي بي سي ته وویل، برید د بهرنیو ځواکونو په اډه شوی دی.

نوموړی ویلي و، په برید کې د یوه کس د وژل کېدو او د ۱۰۰ نورو ټپي کېدل تایید شوي دي، خو وروسته د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د ټپیانو شمېر ۷۰ کسه یاد کړ.

د بګرام ولسوال ویلي و، تر موټربم برید وروسته وسله وال یوه ناکاره روغتون ته ننوتل:

"بریدګر نږدې شپږ بجې له موټر بم بریدونو وروسته یوه روغتیايي مرکز ته ننوتل. اول څو څو موټربم بریدونه شوي او بیا وسلوال یوه ناکاره روغتون ته ننوتلي و او تر اوه نیمو بجو جګړه روانه وه".

* 'د بګرام پوځي اډه کې برید ټول هک پک کړي'

* د څرخي زندان دروازه کې ځانمرګی برید شوی

* د کابل دیپلوماتیکه سیمه کې ځانمرګی برید شوی

افغانستان کې غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې برید کوونکو یو روغتیایی مرکز چې د سیمی خلکو لپاره بیارغول شوی و هدف ګرځولی.

د دغو ځواکونو یوه ویاند ویلي چې دوی ته زیان نه دی رسیدلی خو روغتیایي مرکز سخت زیانمن شوی دی.

د طالبانو غبرګون

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند د برید مسوولیت منلی او وايي لومړی یې بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک مازدا موټر د بګرام هوايي ډګر پر دېوال ورجنګولې او بیا یې ځانمرګي بریدګر "هوايي ډګر ته ننوتلي" دي. خو رسمي سرچینو هوايي اډې یا ډګر ته د بریدګرو ننوتل نه دي تایید کړي.

ویل کېږي برید د بګرام اډې له جان قدم کلي سره شوی او د خلکو د کورونه زیانمن شوي او د ورسیو یا کړکیو ښیښې یې ماتې شوې دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption طالبانو د دی برید مسولیت منلی او ادعا یې کړې چې برید کوونکي اډې ته ننوتي خو رسمي سرچینو هوايي اډې ته د بریدګرو ننوتل نه دي تایید کړي.
د انځور حقوق Reuters
Image caption امنیتي سرتېري د پېښې له ځای سره.
د انځور حقوق وحیده شهکار
Image caption د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، بریدګرو اول د کوریا د ناکاره روغتون دروازه کې موټر بم برید کړی او بیا یې روغتون کې له بهرنیو ځواکونو سره نږدې یوه ګړۍ نښته کړې ده.

پروان کې دا برید په داسې حال کې ترسره شوی چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې بیا پيل شوې او درې ورځې کېږي چې روانې دي.

دا خبرې اترې له درې میاشتني ځنډ وروسته چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترامپ په امر بندې شوې وې د روانی اونۍ په پيل کې یوځل بیا پيل شوې.

پروان د کابل شمال کې پروت او بګرام ولسوالۍ کې یې د امریکايي ځواکونو یوه تر ټولو لویه اډه ده.

افغانستان کې ناټو چارواکو ویلي، چې له بګرام هوايي اډې بهر برید شوی دی، خو زیاتوي چې امریکايي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دوی دا هم وايي، چې دغه برید کې د ولس لپاره جوړ شوی طبي مرکز سخت زیانمن شوی دی.

ورته مطالب