پر افغانستان د شوروي یرغل، هم جګړه هم کلتوري اغېز

د ۱۹۸۸ کال د مې پر ۲۱مه روسان له لویې ماتې وروسته له افغانستان نه ووتل د انځور حقوق AFP
Image caption د ۱۹۸۸ کال د مې پر ۲۱مه روسان له لویې ماتې وروسته له افغانستان نه ووتل

په افغانستان کې شوروي ځواکونو د جګړو ترڅنګ فرهنګي فعالیتونه هم پیل کړي وو. دوی له افغانستانه زدکوونکي او ښوونکي په ملکي او نظامي برخو کې د نورو زدکړو په موخه خپل پخواني شوروي اتحاد هېواد ته لېږل.

زرګونه افغان زدکوونکي د لوړو زدکړو لپاره شوروي ته ولېږل شول. د کتابونو او ورځپاڼو چاپ د دې هېواد بل فرهنګي فعالیت یادولی شو چې ډېری یې په کابل کې چاپېدلې.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د شوروي اتحاد علمي او کلتوري مرکز " بریکوټ" (دهمزنګ) څلورلارې ته څېرمه پروت دی. دا یوازېنی کلتوري مرکز و چې په هغه وخت کې یې خپل فرهنګي فعالیت کاوه. له دې مرکزه به خلک د بورسونو له لارې روسیې ته د لوړو زدکړو لپاره تلل.

په دې مرکز کې به کتابونه او ورځپاڼې چاپېدلې او له دې ځایه به نورو سیمو ته خپرېدې او فلمونه هم نندارې ته پکې اېښودل کېدل. د دې مرکز وداني په ۷۰مو کلونو کې د مجاهدینو د جنګونو په وخت کې ویجاړه شوې خو بیا دا ودانۍ رغېدلې ده.

Image caption د افغانستان پلازمېنه کابل کې د شوروي اتحاد علمي او کلتوري مرکز "دهمزنګ" (بریکوټ) څلورلارې ته څېرمه پروت دی

د ۷۰ مې لسیزې په لړ کې دا وداني کورنیو جګړو په کنډواله بدله کړه.

د (شوروي اتحاد فرهنګي خونې) اوس بیا خپل لومړنی حالت غوره کړی، هغه ودانۍ چې په درېیو لسیزو کې بې ځایه شویو کډوالو ته ځانګړې وه او وروسته بیا د نشه یانو مرکز وګرځېد.

د روسیې د دې فرهنګي مرکز رییس ۶۵ کلن ویچسلو نکراسوف دی؛ نوموړی نژدې ۴۰ کاله کېږي چې په افغانستان کې د روسیې لپاره په فرهنګي ډګر کې فعالیت کوي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
دا اونۍ پر افغانستان د شوروي يرغل ۴۰ کاله پوره کېږي. د ۱۹۷۹ کال ډیسمبر پر ۲۷ مه، شوروي اتحاد چې د هغه مهال لوی ځواک و، د ۱۹۷۸ کال افغان شوروي دوستۍ تړون ساتلو په پلمه پر افغانستان يرغل وکړ.

نوموړي بي بي سي ته ومنله چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د جګړې پر مهال د دواړو هېوادنو وګړيو قربانۍ ورکړې، خو د ده په باور په افغانستان کې د شوروي فرهنګي فعالیتونو هم د دې هېواد لسګونه زرو ځوانانو ته د پوهې او لوړو زدکړو لار هواره کړې وه:

"له فکري پلوه د پخواني شوروي اتحاد د علم او فرهنګ خونې پخوانۍ او اوسنۍ تګلاره یوه ده، له دې لارې پخوا هم شاوخوا ۱۰۰ زره افغان ځوانان شوروي ته لېږل شوي او په بېلابېلو برخو کې یې زدکړې کړې او هر یو د دوی د یوه مسلکي شنونکي په څېر تربیه شول. په تېرو پنځو کلونو کې زرګونه افغان ځوانانو ته دا فرصت برابر شو چې روسیې ته د زدکړو لپاره ولاړ شي. سږکال شاوخوا ۴۰۰ محصلان روسیې ته ولېږل شول. کابو له شپږ زرو زیات غوښتنلیکونه موږ ته رالېږل شوي چې د دوی له ډلې همدا شمېر ولېږدول شو."

Image caption د روسیې فرهنګي مرکز پخوانی بڼه

د دې فرهنګي مرکز په یوه څنډه کې پر یوه دېوال یوه انځور ښکاري چې د امریکا او روسیې ولسمشرانو (ولادیمیر پوتین او ډونلډ ټرمپ) یو بل ته لاسونه ورکړي دي چې دا نقاشي د یوه افغان ځوان پنځونه ده.

نکراسوف وویل، دا راځړېدلي انځورونه دوه وو، یو یې موږ راځړولی او بل یې امریکا سره دی چې نه یې دی راځړولی.

نوموړي دا ونه ویل چې څومره افغان محصلان د پوځي زدکړو لپاره شوروي ته لېږل شوي وو خو په دې باور دی چې جګړه د حل لار نه ده او باید د افغانستان کړکېچ د خبرو، اقتصادي او فرهنګي همکاریو په مټ حل شي.

د کابل پوهنتون د روسي ژبو په ادبیاتو پوهنځي کې لسګونه محصلان په درس بوخت دي، د دې پوهنځي ډېری استادان هغه څوک دي چې پخوا شوروي ته د زدکړو لپاره تللي وو.

د کابل پوهنتون د ژبو د ادبیاتو د پوهنځي د روسي څانګې استاد ډاکټر میر صاب جان کوچی چې د هغه مهال روسیې ته د لوړو زدکړو لپاره تللی و، وايي، د پخوا په څېر افغان ښوونځیو کې روسي فرهنګ او روسي کتابونه تدریسېدل دوه مضامین یې چې یو یې د 'دوستي' په نامه و او بل د 'سولې' په نوم چې په ۴۰ ښوونځیو کې تدریسېدل.

Image caption دا راځړېدلي انځورونه دوه وو، یو یې موږ راځړولی او بل یې امریکا سره دی چې نه یې دی راځړولی.

دی وايي، روسانو له چا سره عقیدوي ستونزه نه درلوده، پوهنتونو کې روسي ښوونکي وو او په فرهنګي برخه کې له افغانانو سره یې مرسته هم کوله.

ښاغلي کوچي په کابل کې د روسیي فرهنګي مرکز ته په اشارې وايي، دا مرکز شوروي اتحاد د څو ادارو له خوا د "سود" په نوم جوړ شوی (د شوروي د دوستي د ټولنې په نوم). دې ټولنې زده کوونکي په بورس روسیې ته لېږل. په دې ودانۍ کې فلمونه نندارې ته اېښودل کېدل او ګڼې چاپي خپرونې یې درلودې.

دی دا ردوي چې ګنې لیکوالان او فرهنګي خلک د روسانو له خوا وژل شوي وي او یا هېواد پرېښودو ته اړ ایستل شوي وي.

Image caption د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي استازه ډاکټره زرغونه ریښتین زېور وايي، افغانستان ته د شوروي ځواکونو په راتګ سره پوهنه او فرهنګي ډګر ښه او عادي روان وو، خو د دې په ټکو په ۱۳۵۷ کال راوروسته فرهنګي ډګر مخ په ځوړ شو.

همدارنګه د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي استازه ډاکټره زرغونه ریښتین زېور وايي، افغانستان ته د شوروي ځواکونو په راتګ سره پوهنه او فرهنګي ډګر ښه او عادي روان وو، خو د دې په ټکو په ۱۳۵۷ کال راوروسته فرهنګي ډګر مخ په ځوړ شو.

نوموړې پر انقلاب هم نیوکه وکړه چې بې وخته راغی یانې د دې پر ټکو انقلاب یانې اوښتون، بدلون خو دا وايي له بده مرغه دې انقلاب ډېری فرهنګي ډګر خوار کړ.

'اسلام په خطر کې دی'

نوموړې وویل، د روسانو په راتګ سره یو شمېر غورځنګونه چې د بهرنیو له خوا هڅول کېدل دا اوازې خپرې کړې چې ګنې اسلام په خطر کې دی او هماغه وه چې فرهنګیان او لیکوالان یې په نښه کېدل چې یوازې د کابل پوهنتون ۸۰۰ محصلان او استادان بې درکه شول.

اغلې زېور وايي، په هغه وخت کې د کابل پوهنتون د پښتو څانګې ادبیاتو مجله درلوده او د فارسي څانګې د ادب مجله درلوده چې په میاشت کې ۴ ځلي چاپېدې، دا مجلې له ۱۳۳۶ کال راپیل شوې وې او ۱۳۵۷ کال کې بیا په ټپه ودرېدې چې تېرکال ددې مجلو چاپ بیا پیل شو.

Image caption په افغانستان کې د (حزب توده ایران) چې سرچینه یې خپله خلق ډیموکراټیک ګوند و یو شمېر چاپي رسنۍ لکه "ژوندون" مجله "جرګه مجله" او نورې خپرېدې.

نوموړې دا هم وویل چې په هغه وخت کې یې یو شمېر کتابونه هم له روسیې ژباړلي.

خو بل خوا په کابل کې د ویسا ورځپاڼې مسؤل فضل الهي چې په زبیر شفیقي مشهور دی وايي کله چې پر افغانستان روسیې یرغل راوړ ډېری لیکوالان او فرهنګ‌پال پاکستان ته کډه شول او د ځینو لیکوالو په خبره د دوی د لاسپوڅي حکومت له وېرې یې نومونه بدل کړل او له پېښوره یې خپل فعالیت وغځاوه او له هغه ځایه یې د کمونېزم پر ضد فرهنګي فعالیت درلود.

دی وایي، هلته د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي ګوندونو فرهنګي کمېټې چې حزب اسلامي د 'شهادت' په نوم ورځپاڼه درلوده او جمعیت اسلامي بیا د 'مجاهد' په نوم ورځپاڼې چاپولې او د ده پر ټکو مجاهدینو ته به ورکول کېدې او ټول افغانستان ته به رسېدې.

د شوروي تر یرغل مخکې له افغان مجاهدینو سره د سي ای اې مرسته

ښاغلی شفیقي زیاتوي، د دې فعالیت ترڅنګ د ازادو خبریالانو کمېټه هم وه، د مرحوم صدیق پسرلي د "سپېدې" په نوم مجله هم چاپېدله او یو ادبي بهیر هم و چې دده پر ټکو یې ډېر خلک وروزل.

دی وايي: "د دوی لاسپوڅی حکومت به هغه ماشومان چې بې سرپرسته یتیمان و روسیې ته ورغوښتل او همدارنګه دوی ته ژمن خلک به یې هم ورغوښتل څو هلته زدکړې وکړي او له ځان سره د دوی ایډیالوژي راوړي او افغانستان کې یې پلې کړي".

"خلق دیموکراتیک" او "حزب توده ایران" ګوندونه

شفیقي وايي چې د دوی دا کړنې بریالۍ نه شوې او په وینا مجاهدینو یې هر څه ورشنډ کړل.

Image caption د روسیې د دې فرهنګي مرکز رئیس ۶۵ کلن ویچسلو نکراسوف دی، نوموړی نژدې ۴۰ کاله کېږي چې په افغانستان کې د روسیې لپاره په فرهنګي ډګر کې فعالیت کوي.

په کابل پوهنتون کې د فارسي ژبې ادبیاتو د پوهنځي یو بل استاد سید اکرام الدین حصاریان بیا په بل نظر دی وايي، په هغه وخت کې چې افغانستان کې د "خلق ډیموکراټیک" ګوند واک ډېر و، فرهنګي چارې ددې ګوند د پالیسي انعکاس و.

دی وايي، په افغانستان کې د (حزب توده ایران) چې سرچینه یې خپله خلق ډیموکراټیک ګوند و یو شمېر چاپي رسنۍ لکه "ژوندون" مجله "جرګه مجله" او نورې خپرېدې. ترڅنګ یې د ژورنالېستانو اتحادیه هم وه.

حصاریان وايي، افغانستان په سیمه کې یو ځواکمن نظامي ځواک درلود چې یو شمېر یې له روسیې زدکړې کړې وې او ځینو یې د دغه هېواد ایډیالوژي پلې کوله او ځینو نورو بیا نه کوله.

همدارنګه د کابل پوهنتون استاد پوهندوی بريالی باجوړی وايي، د ثور له کودتا په افغانستان کې ادبیاتو سوسیالیستي رنګ غوره کړ چې د انقلاب ګټې وساتي.

دا ډول ادبیات بیا د ډاکټر نجیب الله تر وخته و چې بیا یو څه نرمښت راغی، په ۱۳۶۵ کال کې ناولونه چاپ شول، لیکنې او مقالې چاپ شوې یو څه د وینا ازادي محسوسېدله.

دی وايي، د ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته بیا جهادي ادبیات مخې ته راغلل.

روسیه اوس هم په فرهنګي ډګر کې د پلازمېنې کابل په ګډون بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې فعالیت لري.

په وروستیو کې شاوخوا لس زره روسي کتابونه پر پښتو او دري ژبو چاپ شوي او ټاکل شوې افغانستان ته ولېږدول شي.

دا د هغو فعالیتونو تکرار دی چې د سردار محمد داود خان د حکومت په وروستیو او د کمونېستي رژیم په لومړنیو یانې ۶۵ مه لسیزه کې له روسیې زرګونه کتابونه افغانستان ته راوړل شول.

ورته مطالب