امریکا د افغانستان اوربند او تاوتریخوالي کمولو کې د پاکستان د همکارۍ هرکلی کړی

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption اسلام اباد کې د امریکا سفارت وايي، زلمي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د امریکا- طالبانو ترمنځ پر روانو خبرو هم بحث وکړ.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په تړاو غږېدلی او پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي، د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوېد باجوه ته یې د افغان سولې په تړاو معلومات ورکړي او پاکستان ددې خبرو هرکلی کړی دی.

بل خوا، پاکستان کې د امریکا سفارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، زلمی خلیلزاد د ډیسمبر پر ۱۳مه اسلام اباد ته تللی و چې هلته یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او نورو حکومتي چارواکو سره وکتل.

خبرپاڼه زیاتوي، ښاغلي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د امریکا- طالبانو ترمنځ پر روانو خبرو هم بحث وکړ.

د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، "زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو، اوربند او د افغانانو د خپلمنځي خبرو په تړاو د پاکستان د ملاتړ هرکلی وکړ. نوموړي ټینګار وکړ چې سوله به سیمې ته اقتصادي او امنیتي ګټې راوړي."

پرون (جمعه) زلمي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي وو، "نن مې له طالبانو سره د ملاقات په ترڅ کې پر بګرام د پروني برید په اړه، چې په بې پروا ډول یې دوه کسه ووژل او لسګونه ملکيان یې ټپیان کړل، سخته غوسه څرګنده کړه.‌ طالبان باید وښيي چې دوی غواړي او کولای شي چې د سولې لپاره د افغانانو هیلو ته ځواب ورکړي."

نوموړي دا هم ویلي وو چې "موږ لنډه وقفه اخلو تر څو دوی له خپل مشرتابه سره د دې مهمې موضوع په اړه سلا مشوره وکړي."

خو په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی د افغان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو ته ځواب کې وویل، چې د دې ډلې او امریکا خبرې د بګرام د وروستي برید له امله نه دي درول شوې.

د وسلوالو طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د بي بي سي خبریال اسد الله لودین ته وویل، د دوی مرکچي پلاوي او زلمي خلیلزاد په پرونیو خبرو کې پر بګرام برید بحث نه دی شوی.

ښاغلی شاهین وايي، خبرې د بګرام د برید له امله نه دي درېدلې، خو زیاتوي چې د بحث یوه برخه کې د بګرام برید یاد شو:

"البته دوی د بګرام د برید یادونه وکړه خو مقابل کې مونږ د ړندو بمباریو، شپنیو او ‌‌‌‌‌‌ډرون بریدونو یادونه وکړه چې زمونږ بې ګناه افغانان یې قربانیان دي".

د ښاغلي شاهین په خبره، دا د مجلس پيل کې و او بیا په اصلي موضوع خبرې پيل شوې چې هغه د توافقنامې لاسلیک کول دي:

"وقفه زموږ په غوښتنه رامنځ ته شوې ترڅو خپل مشران په جریان کې واچوو او هدایت یې واخلو".

نوموړي لیکلي، طالبان باید اوس دا ثابته کړي چې د سولې لپاره د افغانانو هیلې ته ځواب ویلی شي که نه.

د انځور حقوق Getty Images

د طالبانو - امریکا خبرې له پیله تر اوسه

تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو اوه پړاوونه تېر شوي؛ شپږ ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې.

لومړی پړاو: د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر دوحه کې پیل شوې.

دویم پړاو: د دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې.

درېیم پړاو: د ۲۰۱۸ کال د دیسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوي ته خبرو کې د ګډون اجازه ورکړه.

څلورم پړاو: د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې.

پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل. د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.

شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د تېر غوايي پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.

اوم پړاو خبرې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول.

اتم پړاو کې، چې د اګسټ پر درېیمه پیل شو، د زلمي خلیلزاد په وینا، له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او پر تخنیکي جزییاتو یې خبرې وکړې، خو د اټکلونو خلاف دا ځل هم ددې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو.

نهم پړاو د اګسټ پر ۲۲مه پیل شو او د سپتمبر تر لومړۍ یې دوام وکړ. په دې خبرو کې امریکایانو او طابانو په اصولو کې یوې خپلمنځي هوکړې ته ورسېدل. زلمي خلیلزاد وویل، که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم وو، په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیان به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې له ۵ پوځي اډو ووځي.

د نومبر پر ۲۳مه، د طالبانو یوې لوړ پوړې سرچینې بي بي سي ته ومنله، چې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو او د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې غیر رسمي ناسته شوې، خو رسماً د خبرو بهیر نه دی پیل شوی.

ورته مطالب