کمېسیون: د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوه، د پایلو اعلان کې نور خنډ نشته

ټاکنې د انځور حقوق election commission of afghanistan

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په بغلان ولایت کې د رایو د بیا شمېرنې د بهیر په پای ته رسېدو سره، په ټولو ولایتونو کې دا بهیر بشپړ شو. کمېسیون وایي، د دې بهیر له بشپړېدو سره د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته لار هواره شوې او نور د دې کار پر وړاندې کوم خنډ نشته.

بغلان له هغو اوو ولایتونو یو و چې وړاندې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یې د رایو د بیا شمېرنې او څېړنې مخه نیولې وه.

د ټاکنو کمېسیون وايي چې په بغلان ولایت کې پنجشنبه د رایو د بیا شمېرلو بهیر پای ته رسېدلی او تمه ده چې د نن ورځې تر پایه به د دغه ولایت په ګډون د فاریاب او بدخشان ولایتونو د پایلو پاڼې د کمېسیون مرکزي دفتر ته ورولېږدول شي.

د دغه کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات وايي چې په بغلان ولایت کې د ۷۱۲ محلونو د رایو د بیا شمېرنې او څېړنې پرېکړه شوې وه.

پنجشېر، فاریاب، جوزجان، بدخشان، سرپل، تخار او بغلان هغه اووه ولایتونه وو چې وړاندې یې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې له لوري د رایو د بیا شمېرنې د بهیر مخه نیول شوې وه.

خو وروسته د دغه ډلې مشر عبدالله عبدالله بېرته له خپلو پلویانو وغوښتل چې په دې اړه خپل اعتراضونه پای ته ورسوي.

د انځور حقوق Getty Images

اوس چې د ټولو ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې بهیر بشپړ شوی، ټاکنو کمېسیون وايي چې د لومړنیو پایلو د اعلانېدو پر وړاندې هېڅ ستونزه نه شته.

بله خوا د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا ویانده سمیرا رسا له ټاکنو کمېسیون غواړي چې ژر د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې او له هغه وروسته مدیریت شکایتونو کمېسیون ته وسپاري چې ټاکنیز شکایتونه وڅېړي.

که څه هم په وروستیو پاتې اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه له جنجالونو پرته پای ته رسېدلې، خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وايي چې د هغو ۲۷ ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې پایلې نه مني چې د دوی له څارنکو پرته شمېرل شوې دي.

خو د ټاکنو کمېسیون ویلي چې دغه بنسټ په ټولو ولایتونو کې د قانون له مخې کارونه کړي او د رایو په بیا شمېرنه کې یې ټولو ټاکنیزو ډلو ته خبر ورکړی و چې دغه بهیر وڅاري.