اروپايي پارلمان: افغان حکومت دې ''د بچه بازۍ'' مخه ونیسي

افغانستان د انځور حقوق AFP

د اروپايي پارلمان غړو په افغانستان کې د هلکانو جنسي ځورونې په تړاو خواشیني څرګنده کړې، پر افغان حکومتي چارواکو یې غږ کړی چې د بچه بازۍ مخه ونیسي او له جنسي زور زیاتي نه د کوچنیانو د ژغورنې لپاره د مرستې یو ملي مرکز جوړ کړي.

د پارلمان غړو په یوه پرېکړه لیک کې پر هغه څه اندېښنه ښوولې چې د دوی په خبره د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د بچه بازۍ په نامه زلمي هلکان په جنسي توګه ځورول کېږي او دا یې د ماشومانو غلامي په نامه یاد کړې ده.

په دې اړه د اروپايي پارلمان په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې معمولاً په کلیوالو سیمو کې ځینې اشراف یا بانفوذه کسان چې پوځي افسران او سیاستوال هم پکې شامل دي، د ۱۰ او ۱۸ کلونو تر منځ هلکان له بیوزلو کورنیو اخلي یا یې تښتوي او وروسته پرې د نارینه وو لخوا جنسي تېری کېږي.

اروپايي پارلمان غږ کړی چې چاروکي دې د عامه پوهاوي ډېرولو لپاره د ټول هېواد په کچه کمپاین پیل کړي او د معارف او امنیتي ځواکونو له لوري د ګډ کمپاین له لارې د دغه ناوړه دود پای ته رسولو هدف ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي.

د انځور حقوق Getty Images

د اروپايي پارلمان غړو د لاسونو په پورته کولو سره دغه پرېکړه لیک تصویب کړ.

اروپايي پارلمان د پنجشنبې پر ورځ په افغانستان، روسیه او بورکینا فاسو کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو بحثونه درلودل او په پای کې یې درې پرېکړه لیکونه تصویب کړل.

د افغانستان د عدلیې وزارت شاوخوا یو کال مخکې د افغانستان د جزا په نوي کوډ کې د بچه بازۍ په اړه لومړی ځل لپاره سخته جزا وټاکله.

د ماشومانو ځورونې په اړه د افغانستان جزا کوډ قانون له مخې که څوک ماشوم د جنسي خوند په موخه وساتي لږترلږه په درې کاله بند محکومیږي.

دغه راز که څوک ماشوم ته د بچه بازۍ په موخه نڅا ور زده کوي په لږ تر لږه دوه کاله بند او که څوک ماشوم په زور په مجلسونو او ناستو کې ونڅوي تر درې کاله په زیات بند محکومېږي.

په تېرو څو کلونو کې د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو د څېړنو او راپورونو پر بنسټ څرګنده شوې چې ډېری زورواکانو، نامسووله وسله والو ډلو او ان په ځينو سيمو کې د افغانستان امنیتي ځواکونو د ناوړه جنسي اړیکو او جنسي ساعتيرۍ لپاره ماشومان ګومارل کېدل.