سرور دانش: طالبانو وښوده چې په سوله باور نه لري

سرور دانش د انځور حقوق VPO2
Image caption ښاغلی دانش افغان حکومت له هرې هغې تګلارې ملاتړ کوي چې د سولې لپاره وي

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، د سولې لپاره له هڅو سره ـ سره، طالبانو په وروستي یوه کال کې وښوده چې په سوله باور نه لري او له تاوتریخوالي مخ نه اړوي.

ښاغلي دانش له طالبانو سره د سولې خبرو پیل، د طالبانو لخوا د اوربند په اعلانولو او د سولې بهیر د افغان حکومت په محوریت او مالکیت پورې مشروط وباله.

هغه وویل، له دې پرته خلک د سولې غوښتنې پر شعارونو باور نه کوي.

خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي، بین الافغاني مذاکرات به هغه وخت پیل شي، چې له امریکایانو سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو هوکړه لیک لاسلیک شي.

'خلیلزاد قطر کې له طالب استازو سره پر تړون غږېږي'

امریکا د افغانستان اوربند کې د پاکستان د همکارۍ هرکلی کړی

ښاغلي دانش چې د جمعې پر ورځ یې د بېلا بېلو پوهنتونو د محصلینو د فراغت په مراسمو کې خبرې کولې وویل، افغان حکومت له هرې هغې تګلارې ملاتړ کوي چې د سولې لپاره وي، خو د هغه په خبره چې 'سوله د جګړې پرتله څو برابره سخته او پېچلې ده. '

ښاغلی دانش خبرداری ورکوي چې که په دغه بهیر کې له ځیرکتیا کار وا نه خیستل شي، ښايي افغانستان د سولې په نامه یوې بلې جګړې ته داخل شي.

هغه د سولې لپاره د طالبانو په نیت شک وښوده او له دغه ډلې سره د سولې خبرو پيل په دوو موضوعاتو مشروطوي.

''د افغانستان د خلکو لپاره د باور فضا رامنځته کولو په موخه، موږ په دې باور یو چې د سولې مذاکرات د افغان دولت په مالکیت پیل شي او همهاله باید اوربند هم اعلان شي. طالبانو په تېر یوه کال کې دا وښوده چې په سوله باور نه لري او له هر فرصته یې ګټه اخیستې چې افغان دولت او د افغان دولت متحدینو ته زیان ورسوي. ان د ملکي وګړو پر وړاندې یې هم له هیڅ ډول تاوتریخوالي مخ نه دی اړولی. ''

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، بین الافغاني مذاکرات به هغه وخت پیل شي چې دغه ډله له امریکا سره له افغانستان څخه د ټولو بهیرنو ځواکونو په وتلو هوکړې ته ورسېږي.

ښاغلي شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به ټول افغاني اړخونه ګډ وي.

د انځور حقوق @SUHAILSHAHEEN1
Image caption په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، بین الافغاني مذاکرات به هغه وخت پیل شي چې دغه ډله له امریکا سره له افغانستان څخه د ټولو بهیرنو ځواکونو په وتلو هوکړې ته ورسېږي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیزاد او د افغان حکومت د مشرتابه تر منځ په ناستو کې هم تر ډېره له طالبانو سره پر اوربند خبرې شوې دي.

طالبانو ویلي چې له امریکا سره هوکړې ته له رسېدو سره سم به د طالبانو او امریکايي ځواکونو تر منځ اوربند اعلان شی، خو له افغان ځواکونو سره د اوربند په اړه به په بین الافغاني مذاکراتو کې بحث وشي.

له درې میاشتې ځنډ وروسته، د طالب او امریکايي استازو تر منځ مذاکرات دوه اوونې وړاندې بیا پیل شول.

خو شپږ ورځې وروسته دغه خبرې دواړو لوریو د سلا او مشورو لپاره ودرولې.

څو ورځې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته ویلي وو چې دوی له خپلو مشرانو سره په سلا او مشورو بوخت دي.