پنټاګون چارواکي: افغان جګړې په اړه د امریکا ولس ته درواغ نه دي ویل شوي

د وسلوالو ځواکونو لوی درستیزوال جنرال مایک میلي هم په دې خبري ناسته کې هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې د امریکایي‌ پوځیانو د سر قربانۍ بېځایه وې: د انځور حقوق Getty Images
Image caption د وسلوالو ځواکونو لوی درستیزوال جنرال مایک میلي (ښی) هم په دې خبري ناسته کې هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې د امریکایي‌ پوځیانو د سر قربانۍ بېځایه وې:

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر او د دې هېواد د وسلوالو ځواکونو لوی درستیزوال جنرال مایک میلي هغه ادعاوې رد کړې دي‌ چې ګواکې د امریکا حکومتونو په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغان جګړې په اړه خپل ولس ته درواغ ویلي.

لس ورځې وړاندې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یو شمېر پخوانیو محرمو اسنادو په خپرولو سره ادعا کړې وه چې د امریکا پوځي چارواکو او سیاست والو د افغان جګړې په اړه حقیقت له خپل ولس نه پټ ساتلی و، او دې جګړه کې یې د بریا بېځایه او ناسمې ادعاوې کړې وې.‌

خو پرون جمعه د دفاع وزیر ښاغلي اسپر او د وسلوالو ځواکونو لوی درستیزوال جنرال میلي وویل، د افغان جګړې په اړه هېڅ کله هم په لوی لاس د امریکا خلکو ته درواغ نه دي‌ ویل شوي.‌

مارک اسپر پنټاګون کې خبریالانو ته وویل،‌ امریکایي حکومتونو د افغان جګړې په اړه له پیله روڼوالی ساتلی او په دې موده کې ګڼ خبریالان،‌ د کانګرس غړي او نور څارونکي افغانستان ته تللي‌ او وضعیت یې په خپلو سترګو لیدلی.

د وسلوالو ځواکونو لوی درستیزوال جنرال مایک میلي هم په دې خبري ناسته کې هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې د امریکایي‌ پوځیانو د سر قربانۍ بېځایه وې :

"نه، زما په باور داسې څه نه دي‌ شوي.‌ زه پخپله هلته (افغانستان کې) پاتې شوی یم. که داسې کومه خبره وای نو ما به په هنداره کې ځان ته نشوای کتلای. د هېچا ژوند بېځایه نه دی ضایع شوی".

په هغو اسنادو کې چې واشنګټن پوسټ ورځپانې لس ورځې وړاندې خپاره کړي وو، د جګپوړو امریکایي پوځي او سیاسي چارواکو په ګډون له څارونکو،‌ د کانګرس له غړو او همدا راز له یو شمېر افغان چارواکو سره مرکې شوې وې.‌

په دې اسنادو کې ادعا شوې چې د امریکا پوځي او سیاسي‌ مشران له پیله د افغان جګړې په څرنګوالي نه پوهېدل او پر خپلو ناکامیو او تېروتنو یې پرده اچوله.‌

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د یوې فدرالي پروژې موندنې ښیي چې له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۸ کاله پورې حکومتونو د افغان جګړې په اړه خلکو ته درواغ ویلي

په خپارو شویو اسنادو کې ادعا شوې چې د پخوانیو ولسمشرانو جورج بوش او باراک اوباما،‌ او د اوسني‌ ولسمشر ډونلډ ټرمپ په واکمنۍ کې هم افغانستان کې د بریا ناسمې ادعاوې شوې دي.‌

خو د امریکا دې دوو جګپوړو پوځي چارواکو دا ادعاوې د خندا وړ وبللې.‌

پرون جمعه په همدې خبري ناسته کې د دفاع له وزیر مارک اسپر نه پوښتنه وشوه چې ایا له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د ایستلو وخت را رسېدلی دی.

ښاغلي مارک اسپر په ځواب کې وویل، امریکا په افغانستان کې یو ښکاره ماموریت لري‌،‌ او هغه دا دی چې افغانستان باید یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل نشي.‌

نوموړي وویل، تر هغې چې امریکا په دې برخه کې بشپړ ډاډ نه وي ترلاسه کړی،‌ په افغانستان کې به پوځي شتون ولري.‌

ورته مطالب