د شوروي یرغل؛ روسیه بیا افغانستان ته د ستنېدو هوډ لري

روسان او افغانان د انځور حقوق Getty Images
Image caption مسکو په تېر یوه کال کې دوه ځله د طالبانو او یوشمېر پخواني جهادي څېرو ترمنځ د سولې د غونډې کوربه پاتې شوی دی.

له افغانستانه د پخواني شوروي سرو لښکرو د وتلو ۳۰ کاله پوره کېږي، روسیه بیا هم افغانستان ته د ستنېدو فکر لري، خو دا ځل دې هېواد سره سیاسي او فرهنګي ډګر کې مرستو ته لېواله ده، نه جګړې او وینې توېیدنې ته.

مسکو په تېر یوه کال کې دوه ځله د طالبانو او یوشمېر پخواني جهادي څېرو ترمنځ د سولې د غونډې کوربه پاتې شوی دی.

دا هېواد له طالبانو سره ژورې اړیکې لري او په افغانستان کې سوله غواړي. کابل کې روسي ډیپلوماټان له امریکايانو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او دلته د یو ځواکمن دولت ملاتړ کوي.

شوروي ځواکونو چې په سرو لښکرو یادېدل په افغانستان کې ۹ کاله جګړه وکړه او په کابل کې یې د خپل له ملاتړه برخمن حکومت سره اقتصادي او پوځي مرستې کولې.

دا جګړه وروسته د شوروي اتحاد د ټوټه کېدو لامل شوه.

Image caption ګورباچوف: له واک لیرې کېدل راته بریا ښکاره شوه

د پخواني شوروي اتحاد وروستۍ ولسمشر میخاییل ګورباچوف په خپله واکمنۍ د افغانستان بحران (تازه ټپ) یاد کړ او له دې هېواده د وتلو غوښتونکی و.

خو دې نهه کلنې جګړې شورویانو یا اوسنیو روسانو ته څه درس ورکړ او خپله روسان چې د افغانستان سیاسي ډګر ته رادانګي تر شا یې څه موخې لري؟

د روسیې پخوانی ډیپلوماټ ویچسلو نکراسوف نژدې ۴۰ کاله کېږي د افغانستان له مسلو سره سر او کار لري او اوس په کابل کې د روسیې د فرهنګي مرکز رییس دی، نوموړی په دې باور دی په افغانستان کې د پخواني شوروي ځواکونو جګړې د دواړو هېوادونو خلک قرباني کړل، خو دا ځل غواړي له افغانانو سره په اقتصادي او فرهنګي ډګر کې مرستې وکړي:

Image caption ویچسلو نکراسوف: "روسیه دا ځل له افغانانو سره په اقتصادي او فرهنګي ډګر کې مرسته کول غواړي."

"له بده مرغه روسیه هغه وخت له وسلو سره افغانستان ته راغله او له پوځي اړخه یې له دې هېواد سره مرسته کول غوښتل، چې افغانستان له اقتصادي پلوه په پښو ودروي. له بده مرغه دې جګړې ډېرې قربانۍ لرلې، خو اوس روسیه غواړي د خبرو له لارې د افغانستان کړکېچ ته حل لار پیدا کړي، چې دا حل لاره د جګړې تر حل لارې ښه ده."

د شوروي اتحاد له وتلو ۳۰ کاله وروسته اوس دا هېواد یو وار بیا د افغانستان په قضیه کې په ځانګړي توګه په سوله کې ښکېل شوی چې دې وروستیو کې مسکو د طالب استازو د غونډې کوربه وو.

خو یو شمېر سیاسیون په دې باور دي چې روسیې باید له خپل پخواني دریځ څخه درس اخېستی وي.

د دوی له ډلې پخوانی وزیر او جهادي مشر محمد اسماعیل خان چې په افغانستان کې یې د پخواني شوروي ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې رول درلود او اوس په مسکو کې یې له طالب استازو سره د سولې په غونډه کې برخه لرله بي بي سي ته وویل، په دې باور ده چې روسیه کولی شي د افغانستان د سیاسي حالت په ښه کېدو کې رغنده رول ولوبوي:

"زه فکر کوم روسان د نظامي مداخلې نیت نه لري، دوی غواړي د خپل سیاسي رول لوبولو سره اړیکي ورغوي او پخوانۍ ستونزې ختمې کړي. روسان غواړي چې امریکایان له افغانستانه ووځي او افغانستان مستقل پاتې شي او ګاونډي هېوادونه او اروپايي هېوادونه مداخله ونه کړي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اسمعیل خان: "روسان له افغانستانه د امریکایانو وتل غواړي، خو د ګاونډیانو یا اروپايي هېوادونو مداخله نه غواړي."

د روسیې وروستي دریځ ته او همدارنګه د طالبانو او کرملین ترمنځ اړیکو ته په کتو دا باور شته چې روسیه غواړي هغه رول ولوبوي کوم چې امریکا په ۸۰مه لسیزه کې د وخت د حکومت له مخالفینو سره لوباوه.

"له طالبانو سره د روسیې مالي او پوځي مرستې"

په وروستیو کلونو کې امریکايي پوځیانو ویلي داسې شواهد یې موندلي چې روسیه له طالبانو سره مالي او پوځي مرستې کوي، هغه ادعا چي روسیې رد کړې ده.

د طالبانو یو پخوانی پوځي قومندان اکبر اغا د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې نه ردوي خو وايي دې ډلې هېڅکله له روسیې پوځي او مالي مرسته نه ده ترلاسه کړې:

"زه فکر نه کوم چې طالبانو دې تر اوسه له روسانو مرسته اخیستې وي، البته دنیا کې به داسې وي چې اسلامي هېوادونه به له دوی سره مرسته کوي، خو د روسانو د وسلو یا نورو مرستو په اړه زه خبر نه یم او په دې اړه فکر هم نه کوم."

Image caption اکبر اغا: "له طالبانو سره د روسیې پر پوځي یا نورو مرستو خبر نه یم."

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر او د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر او همدارنګه د سولې په لړ کې د مسکو د غونډې ګډونوال عبدالکریم خرم وايي، یوه ځواکمنه روسیه د افغانستان د سولې اوثبات سره مرسته کولی شي نه یرغلګره روسیه، له ښاغلي خرم نه مې د طالبان او روسیې د اړیکو په اړه وپوښتل:

"زه څه نه شم ویلی، خو هغه څه چې ما لیدلي او زه یې شاهد وم، فکر کوم د روسانو او د طالبانو د تحریک ترمنځ ښه روابط دي، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې د ضمانت لپاره د روسیې او چین لاسلیک غوښتل د طالبانو د هوښیار سیاست استازیتوب کوي."

روسیه د سیاسي او فرهنګي فعالیتونو ترڅنګ په پوځي برخه کې هم له افغانستان سره مرستې کوي. همداوس سلګونه افغان محصلین روسیه کې په پوځي زدکړو بوخت دي. په اقتصادي او پوځي ډګر کې د سیمې په کچه ځواکمن هېواد شمېرل کیږي خو افغانستان سره یې د مرستو کچه محدوده ده.

داسې ښکاري چې روسیه دا ځل د افغانستان په سیاسي ډګر کې ډېر په احتیاط، کم لګښته او سنجول شوی پل ږدي او د دې هېواد په بحران کې ځان ښکېلوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عبدالکریم خرم، له امریکا سره د طالبانو کېدونکې هوکړه کې د روسیې ضمانت د طالبانو یو هوښیار ګام ګڼي

ورته مطالب