د افغان ښځو د حقونو مبارزه ثریا پرلیکا ومړه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ثریا پرليکا د ښځو ديموکراتيک سازمان مشره او کابل ته د افغان مجاهدينو تر راتگ مخکې د افغان سرې مياشتې د ټولنې مشره وه.

د افغان ښځو د حقونو فعاله ثريا پرليکا د ورپېښې ناروغۍ له کبله تېره شپه په سویس کې مړه شوې ده. هغه په ۱۳۲۳ لمريز کال کې زیږیدلې وه او د ۷۵ کلنۍ په عمر ومړه.

د افغانستان د خلک ديموکراتيک گوند د واکمنۍ پر مهال د يوه وخت له پاره ميرمن پرليکا د ښځو ديموکراتيک سازمان مشره او کابل ته د افغان مجاهدينو تر راتگ مخکې د افغان سرې مياشتې د ټولنې مشره وه.

هغې پر ١٩٩٢ کال کې د افغان ښځو دسرتاسري ټولنې بنسټ کېښود. د رپوټونو له مخې نومړې له سرطان ناروغۍ کړېده.

د ډاکتر نجيب الله رژيم تر نسکورېدو وروسته، د مجاهدينو په وخت کې، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال او ترهغې وروسته مېرمن پرليکا کابل کې پاتې شوې وه او د بشري حقونو او ښځو حقونو فعاليتونو باندې بوخته وه.

اغلې پرلیکا کابل د بګرامیو ولسوالۍ په کمري کلي کې زېږیدلې وه. د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي کې یې زدکړې کړې وې او له اوکراینه یې ماسټري ترلاسه کړې وه.

وروسته له دې چې په ۱۳۵۷ کال کې د ښځو دیموکراتیک سازمان مشره شوه ورپسې د شاوخوا ۱۸ میاشتو لپاره د څرخي پله په زندان کې بندۍ وه او د رپوټونو له مخې شکنجه شوې هم وه.

له زندانه د خوشې کېدو وروسته یوځل بیا د ښځو دیموکراتیک سازمان مشره وټاکل شوه. په ۲۰۰۳ میلادي کال کې، مېرمن پرلیکا د افغانو ښځو ملي ټولنې بنسټ کېښود.

په همدغه وخت کې د اساسي قانون د مسودې په اړه د لویې جرګې غړې هم وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ثریا پرلیکا په ۲۰۰۵ کال کې د افغان پارلمان ټاکنو ته درېدلې وه خو بریالۍ نشوه

د طالبانو د واکمنۍ تر رانسکورېدو وروسته په ۲۰۰۵ میلادی کال کې د افغانستان پارلماني ټاکنو ته نومانده شوې وه، خو بریالۍ نشوه.

د ثریا پرلیکا مړینې خبر ته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو بېلابېل غبرګونونه ښودلي.

د کډوالو چارو وزارت مرستیالې ډاکټرې عالمې پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي "د افغان مېرمنو دیموکراتیک غورځنګ یو بله مخکښه څېره له لاسه ورکړه."

هغې زیاتې کړې:"ډاکټره اناهیتا، ثريا پریلیکا، جمیله پلوشه، ناهید او سلګونه نورې هغه میرمنې دې چې له تېرو پنځوسو کالونو راهیسې د هیواد د ښځو د ژوند د عصري کېدو لپاره یې هڅې کړې دي."

افغان څېړونکی میر احمد جوینده هم مېرمن پرلیکا یوه زړوره ښځه یاده کړې او لیکلي یې دي "هغې خپل ټول ژوند د برابرۍ او بشري عدالت لپاره وقف کړی و."

د ثریا پرلیکا لیدلوری

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ثریا پرلیکا د افغان مېرمنو د ژوند ښه کېدو لپاره هڅې کړې

ثريا پرليکا وړاندې بي بي سي ته ویلي و، دې پایلې ته رسېدلې وه چې د پنځوس کاله مخکې د ښځو د حقونو د مبارزو مېرمنو او د اوسنیو فعالو مېرمنو ترمنځ توپیر دا دی چې پخوانیو مېرمنو په داوطلبانه ډول د کارکولو حس درلود او په لږو امکاناتو یې ډېر کارونه کول.

هغې زیاته کړې وه، کله چې په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان کې پېسی کښته پورته شوې، د نا دولتي مؤسسو لپاره د بهرنیو مرستو راجلبولو سیالۍ ډېرې شوې او په پایله کې یې افغان میرمنو ونه شو کوای چې د خپلو ښځینه هېوادوالو د ژوند ښه کولو لپاره د ځانګړو موخو درلودونکی ټولییز حرکت وکړي.