افغان ټاکنې، کمېسیون وايي، ژر لومړنۍ پایلې اعلانېږي

د انځور حقوق AfghanistanIEC
Image caption د کمېسیون چارواکي ډاډ ورکوي چې دا ځل هرومرو لومړنی پایلې اعلانوي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون وايي که تخنیکي ستونزه نه وه نن شپه د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي، بلخوا د دغه کمېسیون د دارالأنشا مشر وايي، ټولې هغه تخنيکي چارې بشپړې شوې چې د پایلو اعلان ورته اړتیا لري.

د کاري برخې دارالانشا مشر حبيب الرحمن ننګ وايي:

"اوس په عملیاتي لحاظ په بشپړ ډول چمتو یو چې لومړنۍ پایلې اعلان شي، خو یو شمېر تصامیمو ته اړتيا ده چې هغه د کمېسیون اړوند دي تر څو پرېکړه وکړي چې لومړنۍ پایلې خلکو ته وړاندې کړو".

عبدالله، حکمتیار او نبیل: په ټاکنو کې د درغلۍ پر وړاندې به درېږو

افغان ټاکنې: د کمېسیونونو او استازو دویمه مشورتي غونډه هم بې پایلې وه

د دغه کمېسیون یوه کمېشنر حنیف دانشيار بي بي سي ته وویل که په هغه راپور کې چې دوی ته د پایلو په تړاو له دارالأنشا‌ء سپارل شوی ستونزې نه وي، نو دوی به يې له مخې نن شپه پایلې اعلان کړي.

هغه زیاته کړه:

"اوس په ډېټا سنټر (د معلوماتو په مرکز) کې کار روان دی. که د دارالأنشاء راپور ستونزه ونه لري موږ چمتو یو چې نن د شپې تر لسو بجو هم پایلې اعلان کړو".

په کمېسیون کې ځينې سرچينې وايي چې د نن شپې لپاره د دغو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته چمتووالی شته، خو د دوی په ټکو که کومه تخنيکي ستونزه راځي پایلې به د یکشنبې پر ورځ اعلانېږي.

د انځور حقوق AfghanistanIEC

ټاکل شوې وه دا پایلې کابو دوې میاشتې وړاندې اعلان شوې وای، خو یو شمېر ټاکنډلې د رايو د بیاشمېرنې په اړه د دوی د غوښتنو تر پوره کېدو لا هم نه غواړي دا پایلې اعلان شي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ ټاکنډله لا هم ټينګار لري تر هغې چې په هغو ۲۷ ولایتونو کې چې رايې د هغوی د څارونکو له ګډون پرته بیاشمېرل شوې وې یو وار بیا د دوی د څارونکو په حضور کې و نه شمېرل شي، اعلانېدونکې پایله به ونه مني.

خو د محمد اشرف غني ټاکن‌ډلې له وړاندې لا د دغو ټاکنو د پایلې د اعلان غوښتنه کوله.

دوې ورځې وړاندې په اوو هغو ولایتونو کې د رايو د بیا شمېرنې لړۍ بشپړه شوه چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ ټاکنډلې يې د بیاشمېرنې مخه نیولې وه.

د ټاکنو د پایلو اعلان دوه واره ځنډېدلی و، خو اوس د کمېسیون چارواکي ډاډ ورکوي چې دا ځل هرومرو لومړنی پایلې اعلانوي.