افغان امنیتي ځواکونو کې رواني درملنه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان امنیتي ځواکونو کې رواني درملنه

هغه افغانان چې د امنيتي ځواکونو په لیکو کې دي وايي د جګړې او یا تر خپل کار وروسته هېڅ ډول رواني درملنې مرسته نه ده ورسره شوې او یا ورسره کېږي. بي بي سي موندلې چې د افغانستان په ملي پوځ او ملي پولیس کې نویو غړیو ته د فیزیکي درملنې اسانتیاوې شته خو رواني سلامتیا ته کاملآ پام نه دی شوی. نجما ځلا په دې رپوټ کې له هغو افغانانو سره غږېدلی ده چې له Post-traumatic stress disorder (PTSD)ځورېږي. پي ټي اېس ډي د وېرې، اندېښنې او نا راحتۍ احساس ته وايي چې له غمجنو، وېروونکو او خطرناکو پېښو وروسته یوه کس ته پیدا کېږي.