افغان ټاکنې؛ لومړنیو پایلو کې غني اکثریت رایې ګټلې دي

محمد اشرف غني د انځور حقوق ARG
Image caption د محمد اشرف غني د ګټلو رایو سلنه ۵۰٫۶۴٪ ده

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړنیو پایلو کې مخکښ اعلان کړ.

د ټاکنو کمېسیون په یوه خبري غونډه کې ددې کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل، په لومړنیو پایلو کې ښاغلي غني ۵۰،۶۴ سلنه رایې ګټلي دي.

ټاکنو کمېسیون د نوموړي د رایو شمېر (۹۲۳۸۶۸) اعلان کړ.

د ولسمشرۍ بل نوماند عبدالله عبدالله بیا اوه لکه ۲۰ زره او ۹۹ رایې ګټلي دي چې د رایو سلنه یې ۳۹،۵۲ کیږي.

په دریم ځای کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او په څلورم ځای کې د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل دی.

د ټولو نوماندانو د رایو شمېر او سلنه په لاندې ډول ده.

د انځور حقوق IEC
Image caption د ټولو رایو شمېر: یو میلیون او ۸۲۴ زره او ۴۰۱ رایې

غبرګونونه

د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله د لومړنیو پایلو تر اعلانېدو وروسته ویلي، دا پایلې نه مني، ځکه چې په وینا یې ناپاکې رایې پکې دي او د اړوند کمېسیون له لارې به خپل اعتراض وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د لومړنیو پایلو د اعلانېدو هرکلی کړی. د یوناما په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل: "اوس، ټول افغان چارواکي او ښکېل اړخونه باید د ټاکنو د خوندیتوب او بشپړېدو لپاره خپله ژمنه څرګنده کړي، چې ددغه بهیر د وروستي پړاو د بشپړتیا ساتنه وشي."

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پر ټوېټر د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو او غړو د "هېواد‌پالنې خدمتونو" له کبله او د لومړنیو پایلو له اعلانولو مننه کړې. خو زياته کړې يې ده، هغه ټکی چې باید خلک یې هېر نه کړي، دا دی چې دا لومړنۍ پایلې دي او لاهم د وروستیو پایلو اعلان او پرې د خلکو باور ته ډېر نور پړاوونه پاتې دي. ده ويلي، "موږ د وروستیو پایلو تر تاییدېدو مخکې شکایتونو ته رسېدو د اساسي او حیاتي کار ملا تړو."

افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نيکولاس کې، هم د دغو پايو د اعلان هرکلی کړی دی. ده بيا د ټاکنو بهير خونديتابه کې د افغان ځواکونو د ونډې ستاينه کړې ده.

د فرانسې سفارت ویلي د شکایتونو له ارزولو وروسته باید ټاکنیز بهیر ژر پای ته ورسېږي، چې په وينا يې د خلکو له ملاتړه برخمن نوی حکومت د ستونزو حل او سولې بهیر لپاره لازم مشروعیت له ځان سره ولري.

کابل کې د جرمني سفیر هم د دغو پایلو د اعلان هر کلي تر څنګ پر ټولو نوماندانو غږ کړی چې د ټاکنو قانوني لاروچارو ته دې درناوی وکړي او له ناقانونه کړنو دې ځان وساتي.

د جمعیت اسلامي تنظیم اجراییه مشر عطامحمد نور پر فېسبوک ولسمشرغني او ټاکنیزې ډلې ته یې مبارکي ورکړې او تمه یې ښودلې چې ډېر ژر د هېواد اقتصادي زوړ پای ته ورسېږي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنډلې د لومړنیو پایلو د اعلانېدو هرکلی کړی، خو وايي "تر څنګ یې مشخص شکایتونه هم لرو."

د دغې ټاکنډلې په خبرپاڼه کې راغلي، افغانانو یوځل بیا پر ښاغلي غني باور وکړ او د ملي مشرتوب مسئولیت یې هغه ته وسپاره.

دولت جوړوونکې ټکنډلې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مننه کړې او هیله یې ښودلې چې د ټاکنو د بهیر راتلونکي پړاوونه به هم له کومې ستونزې پرته پر وخت عملي شي.

د انځور حقوق Iec
Image caption ولایتونو کې د نوماندانو رایې

د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال میزان/تلې میاشت پر شپږمه وشوې، چې په پام کې وه لومړنۍ پایلې د تلې پر ۲۷مه اعلان شي، خو څو ځله پایلې وځنډول شوې.

په پیل کې ټاکنو کې د ګډون کوونکو شمېر شاوخوا دوه میلیوه او ۷۰۰ زره اعلان شوی و. وروسته ټاکنیز کمیسیون شاوخوا یو میلیون رایې باطلې اعلان کړې.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې د ۳۰۰ زره رایو د باطلولو غوښتنه کړې وه، چې په وینا یې د رای اچونې له ټاکل شوي وخت بهر اچول شوې یا بایومتریک معلومات نه لري او یا هم تکراري وې.

د رایو شمېرلو بهیر د لړم/عقرب پر ۱۸مه پیل شو، چې څو ځله د ښاغلي عبدالله عبدالله د پلویانو له لوري ودرول شو او بالاخره دا بهیر تېره ورځ پای ته ورسېد.

ورته مطالب