عبدالله: د پاکو رایو پر بنسټ ټاکنې موږ ګټلې دي

عبدالله د انځور حقوق Abdullah Facebook
Image caption عبدالله عبدالله وایي، د ټاکمېسیون باید ناپاکې رایې باطلې اعلان کړي

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله وایي، "د خلکو د پاکو رایو پر بنسټ" د دوی ټاکنډله د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ګټونکې ده. ښاغلی عبدالله وایي، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې چې نن یکشنبه اعلان شوې، ځکه نه مني چې پکې درغلي شوې او د دوی اندېښنو ته ځواب نه دی ویل شوی.

نوموړي یکشنبه ماسخوتن کابل کې خپلو پلویانو ته وویل، دوی د ښه نیت له کبله د ټاکنو کمېسیون ته اجازه ورکړه چې په ۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه کړي، او تمه یې دا وه چې د دوی اندېښنو ته به ځواب وویل، خو داسې ونشول او کمېسیون د قانون ضد چلن وکړ.

نوموړي وویل، تمه لري چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به ټول ثبت شوي شکایتونه ارزوي، ناپاکې رایې به باطلوي، په هغو ولایتونو کې چې د دوی څارونکي نه وو موجود د رایو بیا شمېرنه به له سره کوي او بیا به وروستۍ پایلې اعلانوي.

ښاغلي عبدالله وویل، دی به په ټول ځواک سره د خلکو د رایو دفاع کوي او پر خپلو پلویانو یې غږ وکړ چې صبر دې وکړي، ځکه د ده په وینا درغلګر نشي کولای چې په ناپاکو رایو یو ځل بیا واک ته ورسېږي.

د انځور حقوق Social Media
Image caption عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او لطیف پدرام وایي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه مني

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن یکشنبه له درې میاشتني ځنډ وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې محمد اشرف غني پنځوس اعشاریه څلور شپېته سلنه رایې ترلاسه کړې دي. دې کمېسیون د ښاغلي غني د رایو شمېر (۹۲۳۸۶۸) اعلان کړ.

خو د کمېسیون له اعلان سملاسي وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او عبداللطیف پدرام لومړنیو پایلو اعلان ته غبرګون ښودلی او وايي په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.

نوماند عبدالله عبدالله د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان څو شېبې وروسته پر خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ټاکنو کې درغلي شوې او د دوی اندېښنو ته ځواب نه دی ویل شوی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن اعلان وکړ چې ښاغلي عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ په لومړنیو پایلو کې اوه لکه ۲۰ زره او ۹۹ رایې ګټلي دي چې د رایو سلنه یې ۳۹ اعشاریه ۵۲ کیږي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې په اعلامیه کې زیاته کړې ده، "سره له دې چې د ثبات او همپالنې ټیم په اوه ولایتونو کې د بیا شمېرنې بهیر ته اجازه ورکړه، خو د ټاکنو کمېسیون د خلکو اعتراضونو ته پام ونه کړ او په ناقانونه ډول او په پلويتوب یې د پاکو او ناپاکو رایو له چاڼ پرته د ټاکنو د لومړنیو پایلو په توګه شمېرې اعلان کړې."

په اعلامیه کې زیاته شوې: "په ښکاره ډول غواړو یو وار بیا درنو هېوادوالو، د ثبات او همپالنې ملاتړو، ټاکنیزو کمېسیونونو او د افغانستان نړیوالو محتدینو ته اعلان وکړو چې ثبات او همپالنه پر درغلیو ولاړې رایې د دوی غوښتنو له رسېدو پرته نه مني."

د انځور حقوق Getty Images

د ثبات او همپالنې ټاکنډله وايي، څو وارې یې د خلکو په ملاتړ د مشرانو په ناستو، خبري غونډو او رسنیو او د اعتراضونو له لارې اعلان وکړ چې په ټولو امکاناتو به د خلکو له پاکو رایو دفاع وکړي او د درغلیو له لارې ټاکل شوی حکومت به ونه مني.

"د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوو چې پر خپلې ژمنې ولاړ یوو او د کمېسیون لخوا د پاکو او نا پاکو رایو له چاڼ پرته اعلان شوې تقلبي پایلې مشروعیت نه لري."

رحمت الله نبیل: د ټاکنو لومړنۍ پایلې موږ ته د منلو نه دي

بلخوا د ولسمشرۍ بل نوماند رحمت الله نبیل اعلان کړی چې د دوی ټاکنډله د ټاکنو کمېسیون لخوا اعلان شوې لومړنۍ پایلې نه مني.

ددې ټاکنډلې په اعلامیه کې ویل شوي: "د ټاکنو کمېسیون بې پريتوب او حقوقي چوکاټ ته په نه پاملرنې او په پلویتوب د لومړنیو پایلو په عنوان شمېرې خپرې کړې او په دې کار سره یې د ډیموکراسۍ جنازه و ایستله."

ښاغلي نبیل هیله ښودلې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به "سپینې او تورې رایې" جلا کړي او درغلۍ اصلي عاملین به د نوماندۍ له لیسته لرې کړي او په وینا یې عدلي او قضايي بنسټونو ته به یې وروپېژني.

ښاغلي نبیل د ولسمشرۍ د ټاکنو په لومړنیو پایلو کې یو اعشاریه ۸۶ سلنه (۳۳۹۲۱) رایې ګټلي دي.

عبداللطیف پدرام: پایله د منلو وړ نه ده

دولسمشرۍ بل نوماند عبداللطیف پدرام ویلي، د هغه رپوټونو په اساس چې دده څارډلو ورکړي، دی باید څلورم مخکښ نوماند وای، خو زیاتوي: "ښکاره ده چې دولتي کمېسیون پر خپلو دندو عمل ندی کړی."

د انځور حقوق IEC
Image caption د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وړاندې ویلي و هېڅ سند نه شته چې په اساس یې ۳۰۰ زره رایې باطلې شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنډلو وروستیو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو د دې کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وړاندې د ټاکنډولو د اعتراضونو په ځواب کې ټینګار کړی و چې دوی ته قانون لومړیتوب لري او د هېڅ چا د غوښتنو پر اساس د ټاکنو قانوني بهیر مخته نه وړي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې وړاندې د ټاکنو له کمېسیونه غوښتي ول چې نژدې ۳۰۰ زره رایې باطلې کړي. دغې ټاکنیزې ډلې ویلي و چې ۳۰۰ زره رایې یا د بایومټریک معلومات نه لري او یا هم له ټاکلي وخت مخکې او وروسته اچول شوې دي.

خو د ټاکنو کمېسیون نن وویل دا رایې قانوني دي او داسې هېڅ سند نه شته چې په اساس یې دغه رایې باطلې شي.

د کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د ۳۰۰ رزه جنجالي رایو په اړه ویلي وو چې هم بایومټریک معلومات لري او د دغو ټولو رایو د پایلو پر فورمو د ټاکنیزو ډلو او ټاکنڅارو ډلو لاسلیکونه شته چې د اغلې نورستانۍ په خبره دا ښيي چې له ټاکلي وخت مخکې او وروسته رایې نه دي کارېدلي.

ورته مطالب