غني: نور نوماندان دې د ټاکنو اصول ومني او قانون سره سم چلن دې وکړي

غني د انځور حقوق ARG
Image caption محمد اشرف غني پر نورو نوماندانو غږ کړی چې د ټاکنو اصول ومني

د افغان ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماند محمد اشرف غني د دې ټاکنو پر نورو نوماندانو غږ وکړ چې د ټاکنو پایلې ومني. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن یکشنبه د ۲۰۱۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې محمد اشرف غني پنځوس اعشاریه څلور شپېته سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

د کمېسیون له اعلان وروسته ځینو نورو نوماندان اعلان وکړ چې ټاکنو کې درغلۍ شوې دي او دوی ته یې پایلې د منلو وړ نه دي.

خو محمد اشرف غني نن کابل کې د خپلو پلویانو یوه غونډه کې وویل، هره لوبه اصول لري، او د ټاکنو اصول د افغانستان اساسي قانون او د ټاکنو قانون ټاکلي دي.

نوموړي وویل، اوس د دې وخت دی چې ټول د لوبې اصول ومنو او هیله لري چې ټول به قانون ته درناوی وکړي.

د انځور حقوق Social Media
Image caption عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او لطیف پدرام هغه نوماندان دي چې د ټاکنو پایلو له منلو یې انکار کړی

ده زیاته کړه چې په راتلونکو ورځو کې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به خپله دنده پر مخ وړي، د ده ټاکنډله به له قانون سره سم چلن کوي.

ښاغلي غني وویل، د ولسمشر او د دولت جوړوونکې ټاکنډلې د مشر په توګه پر یوه خبره ویاړ کوي، او هغه دا چې دوی ټاکنې ترسره کړې او اساسي قانون یې پلی کړ.

نوموړي پرته له دې چې د چا نوم واخلي وویل، هغه کسان چې نور طرحې یې درلودې باید یو ځل بیا فکر وکړي. ښاغلي غني وویل، کله چې د ګز او میدان خبره راغله نو ځینو کسان موقت حکومتونه غوښتل.

نوموړي زیاته کړه، د ټاکنو ترسره کېدل د افغانستان د وګړو بریا ده او دوی باید نن ورځ جشن وکړي.

محمد اشرف غني په داسې حال کې چې لومړی مرستیال یې امرالله صالح او دویم مرستیال سرور دانش یې ترڅنګ ولاړ وو، خپلو ملاتړو ته وویل، یوه ملي واکمني به رامنځته کوي او واک ورته د خلکو د خدمت یوه وسیله ده.

د انځور حقوق IEC
Image caption د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن یکشنبه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې

نن یکشنبه د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړنیو پایلو کې مخکښ اعلان کړ.

د ټاکنو کمېسیون په یوه خبري غونډه کې ددې کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل، په لومړنیو پایلو کې ښاغلي غني ۵۰،۶۴ سلنه رایې ګټلي دي. ټاکنو کمېسیون د نوموړي د رایو شمېر (۹۲۳۸۶۸) اعلان کړ.

د ولسمشرۍ بل نوماند عبدالله عبدالله بیا اوه لکه ۲۰ زره او ۹۹ رایې ګټلي دي چې د رایو سلنه یې ۳۹،۵۲ کیږي. په دریم ځای کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او په څلورم ځای کې د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل دی.

البته دا لومړنۍ پایلې دي او اوس نوماندان درې ورځې وخت لري چې خپل شکایتونه او اندېښنې د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره ثبت کړي.

ورته مطالب