افغان ټاکنې؛ د لومړنیو پایلو په اړه د شکایتونو ثبتولو بهیر پیل شو

افغانستان د انځور حقوق ECCAFGHANISTAN
Image caption د ټاکنیزو شکایتونو مشرې زهره بیان شینوارې ویلي، چې دوی به شکایتونه په دقت، بې پرېتوب او رڼه توګه ورازوي چې په وینا یې عدالت تامین شي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نن (مرغومی ۲/ډسمبر ۲۳) رسما د ټاکنیزو شکایتونو د ثتبولو بهیر پیل کړ. دې کمېسیون ویلي، د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته اعتراض درلودونکي کوای شي تر درې ورځو خپل شکایتونه ثبت کړي.

دې کمېسیون پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي: "د ټاکنو د قانون د تعدیل طرحې د ۹۱ مادې اومې برخې په بنسټ، نوماندان یا ددوی استازي کوای شي د لومړنیو پایلو له اعلان تر درې ورځو پورې خپل شکایتونه له دې کمېسیون سره ثبت کړي."

بله خوا د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان څو ساعته وروسته، د ټاکنو کمیسیون یوه کمېشنر محمد عبدالله دغه پرېکړه نیمګړې او په ناسمو ارقامو ولاړه بللې ده. نوموړي شکایتونو کمیسیون ته په استولي لیک کې غوښتنه کړې چې بې پَرې پاته شي او تورې رایې له سپینو جلا کړي.

کمشنر عبدالله مخکې هم د رایو د ارزونې او شمېرنې په ټول بهیر کې له نورو کمشنرانو سره ناندرۍ وهلې دي. نوموړی پخپله د ملګرو ملتو د ځانګړې استازۍ یوناما له خوا په ناقانونه کړنو او خپل یوه تخنیکي همکار ته د مرګ په ګواښ تورن شوی او په دې اړه یې ترې د تحقیقاتو غوښتنه شوې وه. هغه دغه تورونه هماغه مهال رد کړي وو.

د انځور حقوق IEC
Image caption کمېشنر عبدالله وایي چې لومړنۍ پایلې نیمګړې او په ناسمو ارقامو ولاړې دي

نن د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته څه باندې ۴ زره شکایتونه وروړي دي.

د دې ټاکنډلې استازي شفیق الله سیغانی وايي، دا شکایتونه یې له پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کندهارخوست، هلمند، لغمان او ځینو نورو ولایتونو نه راټول کړي دي.

د محمد اشرف غني د ټاکنډلې مشر عمر داودزي هم تېره شپه له طلوع نیوز خبري شبکې سره مرکه کې وویل چې دوی به خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره ثبتوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ له درې میاشتني ځنډ وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې محمد اشرف غني پنځوس اعشاریه څلور شپېته سلنه او عبدالله عبدالله نهه دېرش اعشاریه دوه پنځوس سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

تېره شپه ښاغلي عبدالله عبدالله په یوه خبري غونډه کې وویل چې "د خلکو د پاکو رایو پر بنسټ" د دوی ټاکنډله د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ګټونکې ده. ښاغلی عبدالله وایي، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې ځکه نه مني چې پکې درغلي شوې او د دوی اندېښنو ته ځواب نه دی ویل شوی.

د انځور حقوق FACEBOOK/ABDULLAH
Image caption عبدالله عبدالله یکشنبه ماسخوتن کابل کې خپلو پلویانو ته وویل، دوی د ښه نیت له کبله د ټاکنو کمېسیون ته اجازه ورکړه چې په ۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه کړي، او تمه یې دا وه چې د دوی اندېښنو ته به ځواب وویل شي.

د عبدالله عبدالله ترڅنګ ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل او لطیف پدرام هم د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې رد کړې دي او ټول ادعا کوي چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دوشنبې پر ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، له هغو سیمو چې دوی پکې نفوذ لري، ټاکنیزې دستګاوې غلا شوې دي او د دوی رایې په لوی لاس کمې ښودل شوې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو مشرې زهره بیان شینوارې ویلي، چې دوی به شکایتونه په دقت، بې پرېتوب او رڼه توګه ورازوي چې په وینا یې عدالت تامین شي.

ورته مطالب