حکمتیار: د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه منو، ژر به خپل غبرګون اعلان کړو

حکمتیار د انځور حقوق Social Media

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار نن دوشنبه کابل کې په یوه خبري غونډه کې د ټاکنو د کمېسیون له خوا لومړنۍ اعلان شوې پایلې "له تقلبه ډکې" وبللې او اعلان یې وکړ چې لومړنۍ پایلې دوی ته د منلو نه دي. نوموړي وویل، ټاکنو کې د شوې درغلۍ او د کمېسیون د اعلان په اړه به ډېر ژر خپل غبرګون اعلان کړي.

د حزب اسلامي مشر ادعا وکړه چې په هغو سیمو کې چې د دوی پلویانو په کې رایه ورکړې"بایومتریک دستګاوې غلا شوي".

ښاغلي حکمتیار یوې خبري غونډې ته وویل: "تقلب هم یوه پوله لري، خو زموږ سېکیولار ملګري تر ټولو اخلاقي او افغانیت پولو واوښتل".

نوموړي په افغان ولسمشریزو ټاکنو کې د بهرنیو هېوادونو پر رول هم شک څرګند کړ او زیاته یې کړه، بهرني ځواکونه هېڅکله د داسې چا حکومت نه شي زغملی چې د خپل هېواد خپلواکۍ ته ژمن وي، قربانۍ ته چمتو وي او ازمویل شوي وي.

د انځور حقوق IEC
Image caption پرون د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ په یوه خبري غونډه کې د لومړنیو پایلو اعلان وکړ چې محمد اشرف غني په کې ګټونکی دی.

ښاغلي حکمتیار د هغو هېوادونو په ټاکنو کې چې د پخواني شوروي اتحاد متحدین ول د امریکا منفي ونډې د بېلګې په توګه یادې کړې.

نوموړي همدا راز غوښتنه وکړه چې په هغو سیمو کې چې بایو متریک دستګاوې یې غلا شوي باید بیا له سره ټاکنې وشي.

نوموړي وویل:

"که زموږ دا غوښتنه چې د پایلو اعلان دې وروسته تر دې وشي چې د ټولو صندوقونو رایې بیاوشمېرل شي او له سره ټاکنې وشي منل شوې وای موږ به د ټاکنو پایلې سمدسي منلې وای. دا پایلې هېڅ چا ته د منلو وړ نه دي. موږ به د دې تقلب پر وړاندې پر غبرګون پرېکړه وکړو".

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې له درې میاشتني ځنډ وروسته پرون یکشنبه بلاخره اعلان شوې، او له مخې یې محمد اشرف غني اکثریت رایې ترلاسه کړې.

خو د کمېسیون له اعلان سملاسي وروسته عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او لطیف پدرام د لومړنیو پایلو له منلو انکار وکړ او ادعا یې وکړه چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی حکمتیار ادعا کوي چې د ده د پلویانو رایې غلا شوي دي.

پخپله محمد اشرف غني د کمېسیون لخوا د پایلو د اعلان هرکلی وکړ او پر نورو نوماندانو یې هم غږ وکړ چې د لوبې اصول ومني او د کمېسیون پرېکړو ته غاړه کېږدي.

بله خوا د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نن دوشنبه د لومړنیو پایلو په اړه د شکایتونو ارزونه پیل کړه. دا کمېسیون به تر راتلونکو درېیو ورځو د معترضو نوماندانو شکایتونه اوري.

ورته مطالب