تاح
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر افغانستان د شوروي يرغل څلوېښتمه کليزه: د حفیظ الله امین وژنه

دا اوونۍ پر افغانستان د شوروي يرغل ۴۰ کاله پوره کېږي. د ۱۹۷۹ کال ډسمبر پر ۲۷ مه، شوروي اتحاد چې د هغه مهال لوی ځواک و، د مخکيني ۱۹۷۸ کال افغان شوروي دوستۍ تړون ساتلو په پلمه پر افغانستان يرغل وکړ.

ورپسې افغانستان کې د شوروي جګړه څه د پاسه نهه کاله وغځېده چې اټکل يو ميليون ملکي افغانان په کې ووژل شول او پنځه ميليون له خپلو کورونو ګاونډيو هېوادونو ته تېښتې او کډوالۍ ته اړ شول. کابل ته په رسېدو، شوروي ځواکونو د تاج بېک تاريخي ماڼۍ کې د وخت د خلقيانو مشر حفيظ الله امين پر وړاندې کودتا پيل کړه، و يې ووژاه، او پر ځای يې د سيالې پرچم ډلې مشر ببرک کارمل کېناوه.

د شوروي يرغل څلوېښتمې کليزې په اړه د راپورونو لړۍ کې نجما ځلا کابل کې د حفيظ الله امين د وخت کورنيو چارو له وزير فقير محمد فقير سره خبرې کړې، چې د خپلو سترګو ليدلي حال او تاج بېک ماڼۍ کې د هغو مهال پېښو کيسه کوي.