د افغانستان د ټاکنو لومړنۍ پایلې؛ غني او عبدالله کومو ولایتونو کې ډېرې رایې ګټلې؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو هرکلی وکړ، خو عبدالله عبدالله له درغلیو ډکې وبللې او ویې نه منلې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې محمد اشرف غني څه باندې پنځوس سلنه رایې او عبدالله عبدالله څه باندې ۳۹سلنه رایې ګټلې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو شاوخوا درې میاشتې وروسته د ټاکنو پایلې اعلان کړې. په دې ټاکنو کې یو میلیون او ۸۲۴ زره او ۴۰۱ رایې باوي ګڼل شوې دي.

دغو پایلو ته په کتو، محمد اشرف غني د ۹۲۳ زره او ۸۶۸ رایو په ګټلو (چې ۵۰٫۶۴ سلنه کېږي) تر نورو نوماندانو ډېرې رایې ګټلې دي.

لومړنۍ پایلې

چارت

په دویم کتار کې عبدالله عبدالله راځي چې ۷۲۰ زره او ۹۹۰ رایې (چې ۳۹٫۵۲ سلنه کېږي) رایې خپلې کړې دي.

دا وروستۍ پایلې نه دي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید په درېیو ورځو کې وروړل کېدونکي شکایتونه وارزوي او بیا وروستۍ پایلې اعلانېږي.

نخچه د انځور حقوق IEC
Image caption د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا په دې خپره شوې نخچه کې زرغون رنګ ولایتونو تر ډېره ښاغلي غني ته رایې ورکړې او ابي رنګه ولایتونو تر ډېره عبدالله ته رایې ورکړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ ویلي، د ټاکنو په ورځ د رایې ورکوونکو شمېر ۲٫۶ میلیون اټکل شوی و.

ولایتونو کې د رایو شمېر:

ورته مطالب