تاج‌بېګ ماڼۍ: پر افغانستان د شوروي د يرغل لومړۍ شېبې څنګه تېرې شوې؟

تاب بېګ ماڼۍ
Image caption د کابل په لوېدیځه برخه تاج‌بېګ ماڼۍ کې د حفیظ الله امین د وژل کېدو څرنګوالی تر کلونو کلونو نامالوم و

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د بريد په لومړيو شېبو کې د افغانستان د وخت ولسمشر حفیظ الله امین د کابل تاج‌بېګ ماڼۍ د ننه په خپل استوګنځي کې د کابينې له یو شمېر غړو سره لومړی مسموم شو او ځینې روایتونه وايي چې د شوروي د پوځیانو لخوا د کورنۍ پر وړاندې په ډزو ووژل شو.

دا د ۱۹۷۹ زېږدي کال د ډیسمبر ۲۷مه وه چې د ۱۳۵۸ لمریز کال د جديې/مرغومې شپږمه کېږي او د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په دې ورځ د ځمکې او هوا له لارې پر افغانستان یرغل وکړ.

د دغه بريد په پایله کې د افغانستان د هغه وخت ولسمشر او د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند عمومي منشي حفیظ الله امین له واکه لرې او ووژل شو او په دې ډول ببرک کارمل د افغانستان نوی ولسمشر شو.

بي بي سي د هغو رپوټونو په لړ کې چې پر افغانستان يې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په مناسبت جوړ کړي، دا ځل په تاج‌بېګ ماڼۍ کې د حفیظ الله امین د کورنیو چارو وزیر فقیر محمد فقیر سره خبرې کړې.

فقیر محمد فقیر د حفیظ الله امین د کورنیو چارو وزیر و. هغه په هماغه ورځ له حفیظ الله امین سره کتلي او د دې پېښې شاهد و.

که څه هم روایت به يې له نورو روایتونو او ښايي له واقعیتونو سره توپیر لري، خو نوموړی د هغه څه په اړه وايي چې ادعا کوي د خپلو سترګو لیدلی حال یې دی.

د کابل په لوېدیځه برخه تاج‌بېګ ماڼۍ کې د حفیظ الله امین د وژل کېدو څرنګوالی تر کلونو کلونو نامعلوم و. د هغه وخت رسنیو یې هم په اړه ډېر څه نه دي خپاره کړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
دا اوونۍ پر افغانستان د شوروي يرغل ۴۰ کاله پوره کېږي. د ۱۹۷۹ کال ډسمبر پر ۲۷ مه، شوروي اتحاد چې د هغه مهال لوی ځواک و، د مخکيني ۱۹۷۸ کال افغان شوروي دوستۍ تړون ساتلو په پلمه پر افغانستان يرغل وکړ.

هغه د دې ماڼۍ د هغې ورځې پېښې داسې وريادوي: "ما [په هغه ورځ] د کورمې نوابانو ته په درېيو بجو د ملاقات وخت اخیستی و. کله چې دغه ځای ته را ورسېدو، دلته دوه تنه ساتونکي ولاړ وو او ماته يې وویل چې نن به ملاقات ونه شي. ما وپوښتل چې ولې؟ دوی ویل چې امين صېب ناروغ دی."

هغه زیاتوي چې د دغو کلمو په اورېدو سره په دې پوه شو چې څه کېدونکي دي او وايي چې له دې سره د تاج‌بېګ ماڼۍ په درېیم پوړ کې د ښاغلي امین د استراحت خونې ته لاړ.

هغه په لومړي پوړ کې د هغه مهال د وضعیت په تړاو وايي چې هر څه آرام مالومېدل او ټول کارکوونکي په خپلو کارونو بوخت وو او د اندېښنې نښې يې د چا په څېره ونه ليدې.

ښاغلی فقیر په درېیم پوړ کې د حفیظ الله امين د استراحت خونې ته د رسېدو په تړاو وايي:

" کله چې د امين کوټې ته ننوتم، امین صېب د خوب پر تخت پروت و، دوه روسي ډاکټران او د څلورسوه بستر قوماندان ولایت خان ولاړ و او د امين صېب د معدې په مينځلو يې کار کاوه. کله يې چې معده پاکه شوه نو له تخت څخه يې تشناب ته راوست او تر لسو یا شلو دقیقو یې یخې اوبه پرې راخوشې کړې تر هغه چې په هوښ راغی".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د حفیظ الله امین د وژل کېدو څرنګوالی تر کلونو کلونو نامالوم و.

ښاغلی فقیر زیاتوي، له تشنابه له راوتو او په هوښ له راتلو وروسته يې جامې بدلې کړې او بېرته په خپل پالنګ پرېوت.

د ښاغلي فقیر په وینا چې هغه ته په خطاب کې یې وویل: "فقیره! ممکن دغې بې هوشۍ زما پر اعصابو تأثیر کړی وي، زه به استراحت وکړم ته لاندې په سکرتریت کې کېنه".

په هغه ورځ حفیظ الله امين د خپل ګوند د سیاسي څانګې غړو وربللي وو. ښاغلی فقیر وايي چې وروسته داسې معلومه شوه چې زهرجن توکي په سوپ کې ورکړل شوي وو.

ښاغلی فقیر ټینګار کوي چې وروسته روښانه شوه چې په سوپ کې د زهرو اچوونکی کس افغان نه و او د هغه په وینا چې دا "روسی اوزبک" و او دنده يې د پخلنځي کنټرول و.

د تاج‌بېګ ماڼۍ په درېیم پوړ کې د حفیظ الله امين د استراحت له خونې د هغه د کار دفتر ته د بېرته تګ په تړاو ښاغلی فقیر محمد فقیر وايي:

"زه چې دفتر ته را کوز شوم، لوی درستیز ماته تیلېفون وکړ چې فقیره چېرته يې؟ ما ویل چې زه تاج‌بېګ تپه کې یم. ویل يې چې راځه ډوډۍ به دلته وخورو او بیا به دواړه تپې ته لاړ شو. زه هم راووتم، په موټر کې کېناستم او لاندې دفاع وزارت ته راغلم".

د انځور حقوق AFP
Image caption د حفیظ الله امين دور د افغانستان په تاريخ کې د افغانستان له راډیو د ببرک کارمل له هغو ټکو سره ختم شو چې د حفیظ الله امین رژیم یې فاشیست وباله او خلکو ته يې د هغه د رژیم د نسکورېدو مبارکي ورکړه.

هغه مهال د دفاع وزارت ودانۍ د ملي موزیم په څنګ کې په دارالامان وه.

که څه هم د ښاغلي فقیر د دغه روایت خلاف ډېر بېل ډول روایتونه یو د دې ورځې په تړاو شته، چې یو له دغو روایتونو دا هم کاږي چې لوی درستیز یعقوب خان هم مسموم شوی و.

خو ښاغلی فقیر وايي چې دفاع وزارت ته په ورتګ سره یې په دویم پوړ کې له لوی درستیز یعقوب خان او ورسره څو روسانو سره تر روغبړ وروسته يې ډزې واورېدې.

ښاغلی فقیر وايي: "موږ له روسانو سره غټ تړون درلود. دوی په دې پلمه چې ستاسو وسلې راوړو او تاسو ته يې تسلیموو او له هوايي لارې راغلل او په دې پلمه يې پلي ځواکونه راولېږدول".

ښاغلی فقیر ټینګار کوي چې اوس هم په دې باور دی چې حفیظ الله امین په تاج‌بېګ ماڼۍ کې نه دی وژل شوی:

"زه خپله په دې عقیده یم چې سفارت ته يې وړی، یا یې په سفارت کې وژلی یا یې روسیې ته وړی".

Image caption شوروي ځواکونو په یوه برید کې چې ۴۵ دقیقې یې دوام وکړ، امین د کورنۍ له ځینو غړو سره یو ځای وواژه.

خو ويل کېږي چې شپه مهال د حفیظ الله امین مړی تاج‌بېګ ماڼۍ ته څېرمه ښخ شو او پر ګور یې کومه نښه هم ونه لګېده او د کورنۍ غړي يې څرخي پله زندان ته ولېږدول شول.

په دې ډول په هماغه شپه د حفیظ الله امين د ولسشمرۍ پړاو د افغانستان په تاريخ کې د افغانستان له راډیو د ببرک کارمل له هغو ټکو سره ختم شو چې د حفیظ الله امین رژیم یې فاشیست وباله او خلکو ته يې د هغه د رژیم د نسکورېدو مبارکي ورکړه.

ورته مطالب