"ښوونځیو ته د افغان نجونو تګ د هلکانو پرتله لس سلنه کم شوی"

افغانستان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملګرو ملتونو وروستۍ شمېرې ښيي چې په افغانستان کې تر اوسه ۳٫۷ میلیون ماشومان ښوونځي ته له تللو بې برخې دي.

په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په برخه کې د یوه څېړنیز بنسټ تازه نظر پوښتنه ښيي له لومړنۍ دورې تر لېسې پورې ښوونځیو ته د نجونو تګ د هلکانو پرتله لس سلنه کم شوی دی. نظر پوښتنې موندلې چې ۶۳ سلنه نجونې د ۱۳ کلنۍ او ۱۵ کلنۍ تر منځ عمر کې زد‌کړې پرېږدي.

"د نجونو ښوونه او روزنه؛ ننګونې او فرصتونه" په سرليک دغه څېړنه نن (جدې درېیمه) خپره شوه او پکې راغلي چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د ښوونې او روزنې له لاسته ‌راوړنو سره سره لا هم د نجونو د ښوونې او روزنې په برخه کې ګڼې ننګونې شته.

په دغه څېړنه کې راغلي چې ښوونځي ته له تګ پاتې شپېته سلنه نجونې دي او د لوستو هلکانو پرتله د نجونو شمېر ۴۴ سلنه لږ دی.

د دغې څېړنې پایلې په کابل، بلخ، پروان، کندهار او بدخشان ولایتونو کې له ۱۳۷۳ زد‌کوونکو، میندو پلرونو، ښوونکو، د پوهنې له مسؤلینو، د حج او اوقافو وزارت له مسؤلينو، د مدني ټولنې له فعالانو او د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له کارکوونکو سره له خبرو راوتلې.

د نړیوالو ادارو وروستۍ شمېرې هم ښيي چې اوس مهال ۳٫۷ ميلیونه ماشومان په افغانستان کې ښوونځيو ته نشي تللی.

د انځور حقوق AFP
Image caption په افغانستان کې نجونې تر هلکانو ډېرې له ناامنیو وېرېږي

د نجونو د تحصیل پرېښودو لاملونه

په خپره شوې څېړنه کې راغلي، په منځني ښوونځي کې د لومړني ښوونځي پرتله تر هلکانو د نجونو د شموليت کچه لس سلنه لږېږي.

مسؤلین وايي ۶۳ سلنه او د هغوی ميندې او پلرونه وايي ۵۹ سلنه نجونې له اوم ټولګي هاخوا ته په ۱۳ تر ۱۵ کلنۍ کې ښوونځی پرېږدي او ۲۶ سلنه نجونې له دغه عمر وروسته بيخي تحصیل پرېږدي.

د دغې څېړنې له مخې ۶۴ سلنه نجونې د خپلو کورنیو د نارينه‌ وو د پرېکړې له مخې زدکړې پرېږدي او ۳۶ سلنه يې د بېلابېلو لاملونو له مخې خپله نه غواړي نورې زد‌کړې وکړي.

۴۸ سلنه يې جګړې او ناامنۍ، ۲۱ سلنه يې ناسم دودونه چې د ښځینه ښوونکو نشتوالی، کورني تاوتريخوالي، د ښوونځیو لیرېوالی او په لاره د نجونو ځورول کېدل پکې راځي او دغه را ۳۱ سلنه يې د کورنیو بې ‌وزلي د دغې ستونزې دليل بولي.

د دغې څېړنې چمتو کوونکو له حکومته غوښتي چې د ماشومتوب په سن کې د ودولو د مخنيوي لپاره ملي پروګرام پلی کړي او د نجونو د ښوونې او روزنې لپاره اسانتیاوې ډېرې کړي.

د افغانستان له پارلمانه هم غوښتل شوي چې د ښوونې او روزنې لپاره کافي بودیجه ګوښې کړي او د نجونو ښوونه او روزنه هم لومړيتوب وګرځوي.

د عمومي پوهاوي لوړول، د ننګونو او خنډونو له منځه وړلو ته پام راګرځول او د مېرمنو لپاره د حياتي سواد د پروګرامونو برابرول د دغو څېړونکو نورې غوښتنې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دغې څېړنې له مخې ۶۴ سلنه نجونې د خپلو کورنیو د نارينه‌ وو د پرېکړې له مخې تحصیل پرېږدي او ۳۶ سلنه يې د بېلابېلو لاملونو له مخې خپله نه غواړي نورې زد‌کړې وکړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست ميرویس بلخي د دغه راپور د خپرېدو په مراسمو کې د هغه پایلې تاييد کړې او ویلي يې دي چې د مطرح شویو ستونزو لپاره يې څه هڅې کړې او نورې هم کوي.

هغه د بېلګې په توګه د نجونو او ښځو لپاره د زدکړو د پاليسۍ جوړول، د نورو ښځینه ښوونځيو جوړول، د نورو ښځینه ښوونکو استخدامول، د سواد د زد‌کړې په پروګرامونو کې ښځو ته لومړيتوب ورکول او د هغوی لپاره د روغتیايي امکاناتو برابرول یاد کړل.

هغه وویل: "دا کارونه لږ او محدود دي، خو په هغه ستراتيژۍ کې چې د پلي کولو په حال کې يې یو، په مثبت لوري حرکت پیل شوی او د نورو امکاناتو په موندلو او پلان سره بريالي کېږو".

کابو میاشت وړاندې د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې نظرپوښتنې هم ښودلې وه چې د افغانستان د ماشومانو له درېیو دوه برخې د چاودنو د امکان، تښتونو او وسله والو نښتو له امله له کوره بهر تګ په تېره بیا ښوونځیو ته تګ ته زړه نه ښه کوي. د دغې نظرپوښتنې څېړنو ښودلې وه چې دا وېره تر هلکانو په نجونو کې ډېر ده.

ورته مطالب