'د افغانستان ۵۰۰۰ تاریخي ځایونه؛ یوازې زر یې رسماً ثبت شوې'

د غزني تاریخي کلا
Image caption د غزني کلتوري چارواکي وايي، د بودیجې د نشتون له امله يې د رغونې په برخه کې کوم اقدام نه دی کړی

د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي سره له دې چې اوس د تاريخي ځایونو د بیارغونې او ساتنې لپاره ځانګړې بودیجه شته، ګڼې داسې تاريخي ځایونه شته چې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

دغه وزارت وايي یوازې په تېرو دوو وروستیو کلونو کې د تاريخي ځایونو د ساتنې لپاره بودیجه ګوښې شوې او د دغو تاریخي ځایونو د بیارغونې ۷۰ سلنه چارې هم په همدې موده کې شوې.

دغه وزارت د رسمي شمېرو له مخې، په ټول افغانستان کې ۵۰۰۰ تاریخي ځایونه شته چې څه د پاسه زر هغه يې له دغه وزارت سره ثبت شوې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات مرستیال رسول باوري مني چې په تېرو اتلسو کلونو د تاریخي ابدو لپاره لکه څنګه چې لازمه وه هغسې کار نه دی شوی، خو زیاتوي چې له دوو کلونو راهیسې د تاریخي ابدو لپاره ځانګړې بودیجه په پام کې نیول شوې ده.

دی وايي له دې سره د ابدو د بیارغولو او ساتنې بهیر هم چټک شوی دی.

هغه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: " سږکال ۱۳۹۸ یوسل او شپیته میلیونه افغانۍ هم د تاریخي ځایونو د رغونې لپاره په بودیجه کې ځانګړې شوې دي".

په ورته وخت کې لا هم په غور کې د جام منار، د غزني د تاریخي بالاحصار کلا په ګډون ګڼې تاريخي ابدې په ټول افغانستان کې د نړېدو له ګواښ سره مخامخې دي.

په غزني کې د بي بي سي خبريال اسد جلالزی په دغه ښار کې تاریخي بالاحصار او ترې را تاو شوې کلا ته ورغلی. دغه کلا چې څلور دېریش برجونه لري لرغونتوب يې د اسلام تر راتګ وړاندې مهال ته رسي.

د انځور حقوق AFP
Image caption غزنی په ۲۰۱۳ کال د یونیسکو له خوا د اسیايي سیمو د اسلامي کلتوري پلازمېنې په توګه اعلان شوی و
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د غزني د تاریخي بالاحصار کلا په ګډون ګڼې تاريخي آبدې په ټول افغانستان کې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

دغه بالاحصار د زاړه ښار په زړه کې دی او کلا يې په (قلعه غزنین) هم مشهوره ده.

هغه وايي اوس دغې کلا او تاريخي سیمې ته پخوانی برم نه دی پاتې. د دېوالونو یوه برخه يې نړېدلې او له څلور دېرشو برجونو يې یوازې ۱۲ هغه په کاواکه حال ولاړ دي.

چارواکي وايي د بودیجې د نشتوالي له امله نه یوازې د غزني د زاړه ښار کلا په بد حال ده، بلکې په جغتو ولسوالۍ کې د بیګم منار، د ترک حضرت کلا، د امان الله خان ودانۍ او نورې تاریخي ابدې هم له بیارغېدو پاتې دي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو مسوول محبوب الله رحماني وايي، په غزني کې زیاتره تاریخي او لرغونې ابدې لکه د غزني د بالاحصار لرغونې کلا بیارغونې ته سخته اړتیا لري، خو زیاتوي د بودیجې د نشتوالي له امله يې د رغونې په برخه کې کوم اقدام نه دی کړی:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د غزني دغه کلا چې څلور دېریش برجونه لري لرغونتوب يې د اسلام تر راتګ وړاندې مهال ته رسي
د انځور حقوق AFP
Image caption د غزني د بالاحصار لرغونې کلا بیارغونې ته ډېره اړتیا لري

"په غزني کې په سلګونو تاریخې ابدې شته چې بیا رغونې او مرمت ته اړتیا لري، خو له بده مرغه په دې برخه کې پوره بودیجه نه لرو. زموږ په لومړیتوبو کې د جغتو ولسوالۍ د بیګم منار، تپه سردار او نور ځایونه شامل دي".

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم مني چې د تاریخي ابدو په برخه کې تر دولتي ادارو زیات کار نادولتي ادارو کړی.

له ۲۰۰۱ کال را وروسته ټول ۲۰۹ تاريخي آبدات په اساسي ډول رغېدلي. د یادو شوو درې سوه آبدو یوازې ۱۳۸ يې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او پاتې نورې یې همکارو مؤسسو بیارغولې.

د انځور حقوق MUSTAFA MASTOOR
Image caption د افغانستان د اقتصاد وزیر د دغه عکس په خپرولو سره ویلي، د دغه څلي د ژغورلو لپاره کار دوام لري

ورته مطالب