افغان ټاکنې؛ د لومړنیو پایلو په اړه دوه ورځو کې ۷ زره شکایتونه ثبت شوي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارشنبې د ورځې ترپایه د شکایتونو ثبت ته دوام ورکوي د انځور حقوق Anadolu Agency/Getty Images
Image caption د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارشنبې د ورځې ترپایه د شکایتونو ثبت ته دوام ورکوي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، په تېرو دوه ورځو کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه له دوی سره کابو ۷ زره شکایتونه ثبت شوي دي. د شکایتونو د ثبتولو چاره به د چارشنبې ورځې تر پایه دوام کوي او تمه کېږي چې دا شمېر لا ډېر شي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنډلې نن سې شنبه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کابل دفتر ته ۱۲ سوه شکایتونه وړاندې کړل.

دغه ټاکنډله وایي چې سبا به هم له دې زیات شمیر شکایتونه د څیړنې لپاره همدې کمیسیون ته وسپاري.

د د دولت جوړونې ټاکنډلې یوه غړي اجمل هوډمن بي بي سي ته وویل، شکایتونه یې تر ډېره هغو رایو ته د باور ورکولو په اړه دي چې د ده په ټکو، ټاکنو کمېسیون بې اعتباره بللې دي.

له دې وړاندې د دوشنبې پر ورځ یاد کمېسیون ویلي وو چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې لخوا یې هم تلس سوه شکایتونه ثبت کړي دي.

خو شکایتونو کمېسیون یو کمېشنر بي بي سي ته ویلي وو چې د دې ډلې ډېری شکایتونه د لومړنیو پایلو په اړه نه دي، بلکې د ټاکنو د لومړنیو پړاوونو په تړاو دي.

له کمېسون سره د ثبت شویو شکایتونو لویه برخه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې، بیا د محمد اشرف غني او بیا هم د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت ټاکنډلې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وایي، د شکایتونو شمېر ډېر دی، خو په وینا یې هڅه کوي چې په ټاکلې موده کې یې څیړنه بشپړه کړي.

د انځور حقوق Ahmad Wali Massoud/Facebook
Image caption د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا چې ۷ نوماندان یې تر چتر لاندې راټول دي وايي، د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه مني.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارشنبې د ورځې ترپایه د شکایتونو ثبت ته دوام ورکوي او بیا د قانون له مخې پنځلس ورځې وخت لري چې دا وڅېړي او پایله یې ټاکنو کمېسیون ته وسپاري.

د هر ولایت د رایو په اړه شکایتونه د هماغه ولایت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څانګې ته راجع کېږي او هلته یې په اړه پرېکړه کېږي.

که کومه ټاکنیزه ډله د ولایتي مسئولینو په پریکړو اعتراض ولري، کابل کې د استیناف غوښتنه کولای شي.

بل لورته د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا چې ۷ نوماندان یې تر چتر لاندې راټول دي وايي، د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه مني.

دغه نوماندان چې ټاکنو کې یې له لس سلنې کمې رایې وړي او یو میلیون افغانۍ جریمه شوي هم دي، د ملي مشارکت حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي.

دغې شورا یو پریکړه لیک خپور کړ چې په کې ویل شوي، دوی ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته هیڅ شکایت نه کوي ځکه چې باور نه پرې لري.

ورته مطالب