د يوه شوروي سرتېري کيسه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د يوه شوروي سرتېري کيسه

دا اوونۍ پر افغانستان د شوروي يرغل ۴۰ کاله پوره کېږي. د ۱۹۷۹ کال ډسمبر پر ۲۷ مه، شوروي اتحاد چې د هغه مهال لوی ځواک و، د افغان شوروي دوستۍ تړون ساتلو په پلمه پر افغانستان يرغل وکړ. د يرغل د څلوېښتم کال په مناسبت په ځانگړو رپوټونو کې نن د يوه شوروي سرتېري کيسه لرو. حاکيموف له شوروي سرتېرو سره په هرات کې د افغان مجاهدينو سره په جگړه کې ټپي شو او په شينډنډ کې ونيول شو. دى له افغانانو سره پاتې شو، مسلمان شو او خلکو پرې نوى نوم شيخ عبدالله کېښود. دى اوس د هغه موزيم څارونکى او پالونکى دى چې د شوروي يرغل له کلونو پکې د پاتې شويو وسلو او نورو وسايلو ساتنه کېږي. بي بي سي ته يې خپله کيسه کړې ده.

اړونده مطالب