د پخواني هندي وزیر لمسۍ ولې په 'کندهاري کوماري' نوم یادېږي؟

هرشیني کمار له پلار سره
Image caption هرشیني کمار له پلار سره

د هند د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جسونت سینګ لمسۍ هرشیني کومار راټور شل کاله وړاندې د ۱۹۹۹ د ډیسمبر پر ۲۴مه وزیږېده، چې هغه وخت د "کندهار" نوم د هند په هر کور کې اورېدل کېده او د نړیوالو رسنیو د سر ټکی شوی و.

د پاکستان "حرکت المجاهدین" نومې اسلامپالې ډلې څلورو غړو له نيپال د هند یوه الوتکه وتښتوله او د امرتسر، لاهور او دوبۍ له لارې د افغانستان په کندهار ولایت ښکته کړای شوه.

دا پېښه او د تښتول شوې هندۍ الوتکې د مساپرو په خوشي کېدو کې د هند د بهرنیو چارو پخواني وزیر جسونت سینګ مهم رول ددې لامل شو چې د هغه لمسۍ هرشیني کومار راټور دوه نور نومونه هم خپل کړي.

"کندهاري کوماري" د هند له تښتول شوې الوتکې شل کاله ورسته او د خپلې زوکړې د شل کلنۍ لمانځلو په ورځ د هند "ده پرېنټ" ورځپانه کې خپله لومړنۍ مقاله لیکلې ده.

نوموړې پخپله مقاله کې لیکلي، چې د هغې خپلوان هر کال د دې د زوکړې په ورځ هغې ته په کندهاري کماري او hijack baby یا تښتول شوې ماشوم نومونه اخلي.

اغلې هرشیني کومار چې اوس ډيلي پوهنتون کې فلسفه لولي، وايي هر کال د هغې د زوکړې په ورځ د هغې کورنۍ د هند تښتول شوې الوتکې او د افغانستان د کندهار ولایت په اړه هغې ته ډېرې کیسې کوي او د هغې ژوند اوس له دغې پېښې سره تړلی دی.

Image caption دا پېښه او د تښتول شوې هندۍ الوتکې د مساپرو په خوشي کېدو کې د هند د بهرنیو چارو پخواني وزیر جسونت سینګ مهم رول ددې لامل شو چې د هغه لمسۍ هرشیني کومار راټور دوه نور نومونه هم خپل کړي.

اغلی راټور چې اوس هم د کندهاري کوماري په نوم یادېږي، بي بي سي ته وویل "زه په هغه ورځ وزیږېدم چې د هند تښتول شوې الوتکه د افغانستان د کندهار پر هوايي ډګر کې ښکته کړای شوه، نو ځکه زما د پلار ډېری ملګري چې خبریالان دي او هغه دولتي مامورین چې زما د نیکه (جسونت سینګ - د هند د بهرنیو چارو پخواني وزیر) تر لاس لاندې یې کار کاوه، ټول راته کندهاري کماري وایي."

هغه چې اوس پوره شل کلنه ده بي بي سي ته په استول شوي پيغام کې لیکي: "د عمر له لوړېدو سره د انټرنېټ په نړۍ کې د هغې پېښې او کندهار په اړه لټون کوي چې د پېښې په اړه لانور معلومات ترلاسه کړي."

د انځور حقوق @harshinirathore

اغلې راټور زیاتوي، "په اوه کلنۍ کې مې چې په مکتب کې نورو ماشومانو سره لوبې کولې، هغه یوازېنۍ ماشومه وم چې د هایجک یا الوتکې ‌تښتونې څه مانا لرله. دا ځکه چې زما کورنۍ تل د سهارنۍ پرمهال د الوتکې تښتونې په اړه خبرې کولې".

اغلي راټور خپل مقاله کې لیکلي، کله چې ماشومه وم، وېره مې لرله چې د کندهار په اړه له هغې سره خبرې وشي، دا زیاتوي:

"اوس چې شل کلنه یم باور لرم چې له وېرې له خپل نيکه څخه د آی سي 814 هایجک په اړه پوښتنه وکړم، خو په ۲۰۱۴ کال کې د سر له ټپونو وروسته هغه سمې خبرې نشي کولی. اوس هم ډېرې پوښتنې لرم او ځوابونو ته یې په تمه یم."

هغې هيله ښودلې چې یوه ورځ د افغانستان کندهار ولایت او هلته د تښتول شوې هندۍ الوتکې په اړه د نیول شويو تصمیمونو په تړاو خپل ځوابونه ومومي.

په ۱۹۹۹کال حرکت المجاهدین د هند IC 814 یوه الوتکه وتښتوله. دې پېښې هند اړ کړ چې له اته ورځو خبرو وروسته د پاکستان د جیش محمد بنسټګر مسعود اظهر او د دوو نورو کسانو پرېښودلو ته غاړه کېږدي او خپل کسان پرې راخوشي کړي.

خو دا چې د هند د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جسونت سینګ لمسۍ اوس هم د دې پېښې په اړه د ځینو ځوابونو په لټه کې ده، ددې پېښې ځینې اړخونه لاهم تیاره دي.

د بي بي سي پخوانی خبریال هارون رشید چې اوس له اردو ژبې "اڼډیپینډینټ وېبپاڼې" سره کار کوي، وايي وروسته داسې معلوم شول چې په سپین پجیرو موټر کې ناست خلک د کندهار په هوایي ډګر کې ولاړ او له هندۍ الوتکې سره په اړیکه کې وو.

کېدای شي الوتکې تښتوونکو ته به د همدوی لخوا لارښوونه کېده، تر اتو ورځو د الوتکې مخ هم د همدې سپین موټر خوا ته وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption اغلي راټور خپل مقاله کې لیکلي، کله چې ماشومه وم، وېره مې لرله چې د کندهار په اړه له هغې سره خبرې وشي

هارون رشید شل کاله ورسته وايي ګمان کېده چې په سپين موټر کې ناست کسان به د کوم ځای و. د هند یا د پاکستان خو تر اوسه جوته نه شوه، چې دا څوک وو.

نوموړي لیکلي چې شل کاله وروسته هم دا معلومه نشوه چې د کندهار هوایي میدان مخې ته ولاړ مرموز سپین پجیرو موټر چې د هند تښتول شوې الوتکه يې څارله څوک وو او څه يې غوښتل.

ورته مطالب