د سولې ولسي حرکت: ۲۵ غړي مو طالبانو بېولي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سولې ولسي حرکت تېر کال هم غوښتل چې د طالبانو ترولکې لاندې سیمو ته ولاړ شي، خو طالبانو وویل چې د دوی امنیت نه شي ساتلی.

د افغانستان د سولې ولسي حرکت وايي، "وسله والو طالبانو" یې پنځه ویشت غړي په فراه کې له ځانه سره بېولي دي".

دغه غورځنګ دوه اونۍ وړاندې له هلمنده د هېواد د نورو سیمو پر لور د سولې او اوربند د غوښتنې په موخه تازه سفرونه پیل کړل.

ویاند یې بسم الله وطندوست بي بي سي ته وویل، دغه ملګري یې له هراته فراه ته ورغلي وو، چې طالبانو درولي او بیا یې له دوی سره اړیکه پرې شوې ده:

"د سولې ولسي حرکت ۲۵ غړي چې له هراته د فراه پر لور ور روان وو او هلته یې د اوربند او سولې په ملاتړ د لاریونونو پرواګرامونه لرل، د فراه اړوند سیمو کې وسله والو طالبانو له ځان سره بېولي دي."

ښاغلی وطندوست زیاتوي چې دوی ته د ملګرو وروستی ټیلیفوني پيغام استول شوی او پکې ویل شوي چې دوی له طالبانو سره دي او طالبان غواړي چې خپلو سیمو ته یې بوځي.

دده په خبره نوره ورسره اړیکه پرې شوې ده. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Image caption د سولې د ولسي حرکت غړو له خلکو غوښتي چې وسله والو طالبانو ته باید قناعت ورکړل شي دوی ته دا اجازه ورکړي چې ددوی تر ولکې لاندې سیمو کې د سولې غږ پورته کړي.

ښاغلی وطندویست وايي، د اعتراضونو په نوې لړۍ کې به دوی د افغانستان ټولو ولایتونو ته ځي او هلته به د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړوي او ترڅنګ به یې د سولې او اوربند په ملاتړ لاریونونه کوي.

نوموړی زیاتوي چې دا لړۍ یې له هلمنده پیل کړې، تر اوسه هرات ته تللي او پلان یې دا و چې بادغیس او غور ولایتونو ته لاړ شي، خو په وینا یې د واورو او لارې بندېدو له امله اړ شوي چې فراه ته د تګ نیت وکړي.

ورته مطالب