ولسي جرګې پلاوی: لوګر کې پر هلکانو جنسي تېری نه دی شوی

ماشومان د انځور حقوق Getty Images

په لوګر کې د هلکانو د جنسي ځورونې قضیې د څېړلو لپاره د افغانستان د ولسي جرګې ټاکل شوي پلاوي ویلي، د خپلو څېړنو پر مهال یې هېڅ داسې ثبوت نه دی موندلی چې ګواکې په رښتیا دې لوګر کې پر هلکانو جنسي تېری شوی وي.

یاد ولایت کې پر لسګونو کم عمره هلکانو د جنسي ځورونې قضیه څه موده وړاندې د دوو ځایي فعالانو لخوا رسنیو ته افشا شوه.

خو د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، ددوی لومړنۍ موندنې ښيي چې په دې ولایت کې له ماشومانو د ناوړه ګټه اخیستنې ځینې پېښې شوې دي.

څه موده وړاندې د دې موضوع د څېړلو لپاره د افغانستان ولسي جرګې یو پلاوی وټاکه چې نن (مرغومی ۴/ډسمبر ۲۵) یې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د خپلو موندنو رپوټ وړاندې کړ.

دې پلاوي د هلکانو د جنسي ځورونې په اړه شوې ادعا د لوګر د خلکو او د پوهنې نظام د بدنامولو دسیسه بللې ده.

د ولسي جرګې د پلاوي مشر او د ولسي جرګې استازي اسدالله شهباز د رپوټ د وړاندې کولو پر مهال د ولسي جرګې عمومي غونډه کې وویل، د دوی نهه کسیز پلاوی د لړم پر اتمه د شویو ادعاو د ارزولو لپاره لوګر ولایت ته لاړ او په دې بهیر کې یې د یاد ولایت سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، د پوهنې له چارواکو او د ښوونځیو له زدکوونکو سره خبرې کړې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ولسي جرګې پلاوی وایي، لوګر کې پر هلکانو د جنسي تېري په اړه یې ثبوت نه دی موندلی

نوموړی زیاتوي، چې په وار وار یې هڅه وکړه چې له موسی محمودی چې دغه ادعاوې یې کړې دي، سره له نژدې وګوري خو وايي بریالي شوي نه دي.

د پلاوي مشر ښاغلی شهباز وايي: "باید د خلکو استازو ته په تالار کې ووایم چې موسی محمودی او استاد فرید ستانکزی د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره حاضر نشول.

اوس د ولسي جرګې له محترم مشرتابه او له درنو ولسي استازو غوښتنه کوو چې د پوهنې د بدناموونکو د عدلي او قضايي تعقیب غوښتنه وکړي."

ټاکل شوي پلاوي وايي، د لوګر د پوهنې چارواکو او یو شمېر زده کوونکو دوی ته ویلي چې د جنسي ځورونې له ادعا وروسته ځینو زده کوونکو ښوونځي پریښې دي.

د لوګر مدني فعالانو موسی محمودي او احسان الله حمیدي شاوخوا دوه میاشتې وړاندې له ګارډین ورځپاڼې او طلوع تلویزیون سره په مرکه کې د لوګر په ښوونځیو کې د زده کوونکو هلکانو د لږ تر لږه ۱۶۵ جنسي ځورنو د پېښو خبره کړې وه.

وروسته د امنیتي ګواښونو له کبله ملي امنیت دوی له ځان سره بیولی وو او بیا د بشري حقونو ځینو بنسټونو په غوښتنه د ملي امنیت له نظارته ازاد شول او اوس په نامعلوم ځای کې اوسيږي.

Image caption دغه فعالان موسی محمودي او احسان الله حمیدي نومیږي چې له څو ورځو نادرکۍ وروسته معلومه شوه چې ملي امنیت نیولي و.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ماشومانو د حقونو کمېشنره راضیه صیاد وايي: "موږ د قربانیانو له اړخه او د ماشومانو د حقونو د ملاتړ په پار خپله څېړنه پیل کړې.

زموږ لومړنۍ موندنې ښيي چې له بده مرغه له ماشومانو د ناوه ګټه اخیستنې ځینې موارد شته."

اوس د لویې څارنوالۍ د مرستیال په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی ددې موضوع پر ارزولو بوخت دی.

ددې ادراې ویاند جمشید رسولي بي بي سي ته وویل، دې هیات ځینې پرمختګونه کړي دي، خو وايي چې د موندنو پایلو شریکول له وخته مخکې بولي.

نوموړی زیاتوي، پلاوي له موسی محمودي سره هم کتلي او له هغه یې اسناد غوښتي دي. دده په وینا په دې برخه کې موندنې به ژر اعلان شي.

څو ورځې وړاندې د اروپا پارلمان هم په یوه اعلامیه کې د افغانستان له حکومته غوښتي و چې په لوګر کې د هلکانو د جنسي ځورونو ادعاوې دې په خپلواک ډول وڅېړي.

دوی ټینګار کړی و چې په افغانستان کې له ماشومانو د جنسي استفادې ريښې باید وچې شي.

ورته مطالب