پر افغانستان د شوروي يرغل څلوېښتمه کليزه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر افغانستان د شوروي يرغل څلوېښتمه کليزه

دا اوونۍ پر افغانستان د شوروي يرغل ۴۰ کاله پوره کېږي. د ۱۹۷۹ کال ډسمبر پر ۲۷ مه، شوروي اتحاد چې د هغه مهال لوی ځواک و، د افغان شوروي دوستۍ تړون ساتلو په پلمه پر افغانستان يرغل وکړ. ورپسې افغانستان کې د شوروي جګړه څه د پاسه نهه کاله وغځېده چې اټکل يو ميليون ملکي افغانان په کې ووژل شول او پنځه ميليون له خپلو کورونو ګاونډيو هېوادونو ته تېښتې او کډوالۍ ته اړ شول. دې موده کې په ميليونو ماينونه خښ شول، افغان یې ووژل لو ټپيان کړل، د کروندې مځکې يې شاړې، د تلو راتلو لارې یې له خطرورنو ډکې او هم یې افغان اقتصاد ته ژور تاوان واوړه. که څه هم د جګړې ډېرې معلومې سيمې له ماينونو پاکې شوې، خو افغانستان لا اوس هم نړۍ کې په ماينونو يوه تر ډېرو زياتو پوښل شوو سيمو ګڼل کېږي. نورګل شفق پرې راپور لري.

اړونده مطالب