افغان ټاکنې؛ څه باندې ۱۶۵۰۰ شکایتونو ارزونه پیل شوه

شکایتونه
Image caption د ټاکنیزو شکایتونو ثبتولو بهیر د لومړنیو پایلو له اعلان یوه ورځ وروسته پیل شو، چې تېره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېد.

د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي ټاکنډلو د شکایتونو د ثبت په درېیو ورځو کې له ۱۶ زرو ډېر شکایتونه ثبت کړي چې له ډلې يې نیمايي د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د تېرې یکشنبې په ورځ اعلان شوې چې له مخې يې اوسنۍ ولسمشر محمد اشرف غني مخکښ دی له هغې ورځې وروسته تر پرونه ټاکنیزو ډلو په دې پایل د شکایتونو د ثبت حق درلود.

د ټاکنو اورېدو کمېسیون وايي، شکایتونه زښت ډېر دي، خو هیله یې دا ده چې تر راتلونکو پنځلسو ورځو دا شکایتونه وارزولی شي.

په ثبت شویو شکایتونو کې ځینې جرمي بڼه لري او نور یې د ټاکنیزو سرغړونه او له ټاکل شوي وخت بهر د رایو اچولو اړوند دي.

د ټاکنیزو شکایتونو ثبتولو بهیر د لومړنیو پایلو له اعلان یوه ورځ وروسته پیل شو، چې تېره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېد.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې خبریالانو ته وویل، ټاکنډلو شاوخوا ۱۶۵۰۰ شکایتونه د کمېسیون په مرکزي او ولایتي دفترونو کې ثبت کړي دي.

د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې خبریالانو ته وویل، ټاکنډلو شاوخوا ۱۶۵۰۰ شکایتونه د کمېسیون په مرکزي او ولایتي دفترونو کې ثبت کړي دي.

دغه کمېسیون وايي، له ثبوت پرته شکایتونه به ردېږي.

د قانون له مخې د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمېسیون ۱۵ ورځې وخت لري چې د ارزونو پایلې خلکو ته اعلان کړي.

دغه کمېسیون وايي، د ټاکنډلو د نه قناعت په صورت کې به دوی ته د استیناف فرصت هم ورکړل شي.

د انځور حقوق AHMAD WALI MASSOUD/FACEBOOK
Image caption د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا چې ۷ نوماندان یې تر چتر لاندې راټول دي وايي، د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه مني.

وړمه ورځ، د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا چې ۷ نوماندان یې تر چتر لاندې راټول وو، ویلي وو د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه مني.

دغه نوماندان چې ټاکنو کې یې له لس سلنې کمې رایې وړې او یو میلیون افغانۍ جریمه شوي هم دي، د ملي مشارکت حکومت د جوړېدو غوښتنه کوله.

دغې شورا یو پرېکړه لیک خپور کړی و چې په کې ویل شوي، دوی ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته هېڅ شکایت نه کوي ځکه چې باور نه پرې لري.

ورته مطالب