د هرات جهادي موزیم؛ پر افغانستان د شوروي یرغل یادګار

Image caption د جګړې ډګر له انځورونو او مجسمو ترکېب شوی.

افغانستان ته د شوروي د سره پوځ له ننوتو څلوېښت کاله وروسته کله چې نن د هرات شمالي لمنو ته ولاړ شئ یوه شنه ګونبزه (ګنبده) مو پام ځانته وراړوي.

دا د منظر جهاد په نوم د هغه موزیم درې پوړېزې ودانۍ ګونبزه ده چې د مجاهدینو او شوروي پوځ ترمنځ د جګړو نښې، د وسلو بیګلې او انځورونه پکې نندارې ته ایښودل شوي.

دا موزیم د جمعیت اسلامي ګوند یوه مشر محمد اسماعیل خان په نوښت جوړ شوی دی.

خاکېموف د شوروي پوځ یو له هغو عسکرو دی چې د جګړې په ډګر کې تر ټپي کېدو وروسته د مجاهدینو په لاس اسیر شو او تر مسلمان کېدو وروسته شیخ عبدالله ونومول شو او څو کاله یې د دې موزیم د لارښود په توګه کار وکړ.

خاکېموف اوس دا دنده پريیښې ده او پر ځای یې د جمعیت اسلامي یو غړی سید حسن قتالي کار کوي.

ښاغلی قتالي وایي چې دا موزیم یوازې په هرات پورې اړه نه لري، بلکې په وینا یې د افغانستان د جهاد ملي موزیم دی.

Image caption پدې موزیم کې د شوروي پوځ سره د جګړو خونړۍ پيښې انځور شوې دي.

نوموړی دا موزیم د جهاد هېنداره ګڼي او وایي:

"پدې موزیم کې د جهاد د وخت وسلې، د شهیدانو عکسونه او نومونه ټول خوندي شوي دي. دا به راتلونکو نسلونو ته د افغاستان د جهاد یادګارونه ورښیي."

پدې درې پوړیزه موزیم کې د یوې جیټ او چورلکې ترڅنګ ۳۰ ډوله سپکې او درنې زړې وسلې چې د مجاهدینو او شوروي پوځ د جګړو پر مهال کاریدلې دي نندارې ته ایښودل شوې دي.

ښاغلی قتالي وایي چې پدې وسلو کې روسي، امریکايي، چېنايي، پاکستانۍ، ایرانۍ او په افغانستان کې جوړې شوې وسلې شتون لري.

له دې ښکاري چې په افغانستان کې د جهاد په وخت کې کوم هیوادونه په یو ډول پدې جګړه کې ښکېل وو.

Image caption پدې موزیم کې امریکايي، روسي، چېنايي، ایرانۍ، ایتالیايي او برتانوي وسلې لیدل کېږی.

د ښاغلي قتالي په وینا د "۲۶ زره شهیدانو نومونه هم پدې موزیم کې ثبت شوي او د زرګونو نورو انځورونه هم نندارې ته اېښودل شوي دي.

ددې موزیم پخواني کارکوونکي خاکمیوف تېر کال بي بي سي ته ویلي و، خوشاله دی چې د جهاد د موزیم د لارښود په توګه یې کار کړی.

دی وایي: "څو میاشتې وروسته تر هغو چې اسیر شوم لا مې زړه غوښتل چې روسیې ته ستون شم او په موکه پسې ګرځېدم. خو روسیې هېر کړم. اوس چې ژوند اولاد او ښځه لرم او تذکره هم لرم روسیه راپسې ګرځي اما زه یې نغواړم."

ترخې تجربې او له تاوتریخوالو ډک یادګارونه

Image caption خاکمیوف د شوروي پوځ له هغو عسکرو دی چې د جګړې په ډګر کې تر ټپی کېدو وروسته د مجاهدینو په لاس اسیر شو او تر مسلمان کېدو وروسته شیخ عبدالله ونومول شو او څو کاله د دې موزیم د لارښود په توګه یې کار وکړ

خو دا موزیم یوازې ستایل کېږي نه بلکه ځينې یې د یوې تورې دورې د یادګارونو د ساتلو ځای بولي.

یو شمېر مدني فعالان پدې باور دي چې افغانان په رواني لحاظ داسې موزیمونو ته اړتیا لري چې روحي خوښي ورکړي.

په هرات کې د مدني ټولنې یو فعال غلام حسن مجروح وایي د دې موزیم کتنه کوم ویاړ نلري.

Image caption پدی موزیم کې ایښودل شوي توکي له کلیو، کورونو او مختلفو سیمو راټول شوي او ځيني یې په پيسو اخستل شوې دي.

"دا ټول هغه بدبختۍ او ناخوالې خلکو ته وریادوي چې یو عمر یې په رنځ او بدبختۍ کې تیر کړی وي و له وژنې او بدبختۍ نه پرته یې بل څه ندي لیدلي. دا د دې لپاره ځوانانو او راتلونکي نسل ته داسې شی چې پرې وویاړي نلري."

خو ډېر نور یې بیا ستایي او پدې باور دي چې تاریخ هر ډول چې تیر شوی وي باید وساتل شي.

د موزیم لارښوود سید حسن قتالي وایي دا موزیم د افغانستان د خلکو د تاوده هرکلي سره مخامخ شوی او دومره مهم دی چې راتلونکې کې به لا پراخ شي او د نړۍ د ښو موزیمونو د معیارونو مطابق به نورې برخې او په ځانګړې توګه د شهیدانو د عکسونو څانګه ورزیاته شي.