ملګري ملتونه: تېرو لسو کالو کې سل زره افغانانو ته مرګژوبله اوښتې

افغانستان د انځور حقوق Getty Images

ملګري ملتونه وايي چې د دوی د شمېرو پر بنسټ د تېرو لسو کلونو په موده کې په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله تر ۱۰۰ زرو اوښتې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما لخوا په یوه تازه اعلامیه کې ویل شوي "جګړه لاهم په افغانستان کې د ملکي وګړو ژوند اخلي."

په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو له قوله لیکل شوي چې سوله د افغانستان د راتلونکې لپاره اړینه ده.

"د افغانستان د خلکو او نورو مهمو اړخونو د هڅو هرکلی کوم، چې پربنسټ یې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې ترسره او پرمختګ رامنځ ته شي."

په دې اعلامیه کې راغلي: "په داسې حال کې چې د سولې هڅو پر وړاندې ټولې ننګونې باید ختمې شي، ملګري ملتونه ژمن دي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له هر اړخیز بهیرڅخه ملاتړ وکړي چې د ټولو وګړو بشري حقونه خوندي او تلپاتې سولې ته لاره هواره شي."

اعلامیه د ښاغلي یماموتو له قوله لیکي: "د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې چې هر څه وي، خو سوله به د نوې ادارې لپاره تر ټولو ارزښت ناکه مسله وي. زه د ملګرو ملتونو لخوا یو واربیا له ټولو غواړم چې د سولې لپاره خپل غږ پورته کړي او له ټولو ښکیلو اړخونو غواړم چې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره ریښتیني او پیاوړي ګامونه پورته کړي، ځکه چې په دې هېواد کې د شخړې حل له پوځي لارې ممکن نه دی."

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د ښځو او ځوانانو په ګډون، دافغانانو په مشرۍ بین الافغاني خبرې اترې د سولې د بهیر او د سولې د روانو هڅو لپاره اړینې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو ویلي چې سوله د افغانستان د راتلونکې لپاره اړینه ده

"ملګري ملتونه د سولې په هر ډول هڅو کې له برخه اخیستونکو غواړي چې هغه ملیونونه عادي افغانان، په ځانګړي ډول د جګړې قربانیان په پام کې ونیسي چې په سوله کې د ژوند کولو فرصت غواړي، ترڅو دوی وکولی شي په یوه ثبات لرونکي، عادلانه او له اقتصادي پلوه پرمختللي هېواد کې، چې د دوی بشري حقونه پکې خوندي وي، خپل ژوند له سره سنبال کړي."

ملګرو ملتونو افغان جګړه کې له ټولو ښکیلو اړخونو غوښتي، چې یو سیاسي جوړ جاړي او تلپاتې اوربند ته د رسیدو لپاره د هغه تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي، چې ملکي وګړو ته زیان رسوي.

ورته مطالب