ماشوم د نیمې ورځې لپاره ''د خوست والي'' شو

خوست د انځور حقوق Halim Fidai/Facebook
Image caption بصیر په سمبولیګه بڼه د والي په توګه اغلې حسنا جلیل ته ښه راغلاست ووایه

د بصیر په نامه یو یتیم ماشوم په سمبولیکه توګه د نیمې ورځې لپاره د خوست ولایت چارې پر مخ یوړې او په دې موده کې یې له کابله ورغلیو یو شمېر چارواکو سره هم وکتل.

پرون چارشنبه د خوست والي حلیم فدایي د یوه ځایي روزنتون یتیمو ماشوماتو ته زمینه برابره کړه چې له کابله ورغلې د کورنیو چارو مرستیالې اغلې حسنا جلیل سره وګوري.

د دغو ماشومانو له ډلې بصیر په سمبولیګه بڼه د والي په توګه اغلې حسنا جلیل ته ښه راغلاست ووایه او هغې سره یې د خوست ولایت د یتیمو ماشومانو پر ستونزو خبرې وکړې.

له ښوونځي پیلولو وړاندې د افغان ماشومانو طبي معاینه کېږي

د استاد ګل زمان ژړا؛ حکومت او خلکو هېر کړی یم

د خوست "اصل والي" حلیم فدایي په دې اړه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي:

"د دې پروګرام هدف دا و چې ماشومانو او خصوصاً یتیمانو ته پر ځان د باور انګېزه او د ځان لپاره د هدف ټاکلو درس ورکړو".

په دې لیدنه کې د خوست یو شمېر یتیمو ماشومانو د اغلې حسنا جلیل په لاس افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته یو لیک هم ولېږه.

د انځور حقوق Halim Fidai/Facebook
Image caption یتیمو ماشومانو د اغلې حسنا جلیل په لاس افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته یو لیک هم ولېږه.

په دې لیک کې د یاد ولایت یتیمو ماشومانو له ولسمشر غني نه غوښتنه کړې چې د دوی خیر ښېګڼې لپاره ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې د یتمیو ماشومانو شمېر شاوخوا دوه میلیونه دی.

یاده اداره همدا راز افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ یو تر ټولو خطرناک هېواد بولي.

جګړه، بې وزلي، یتیم توب یا بې سرپرستي، شاقه کارونو ته اړ کېدل، جنسي ځورېدنه او له زدکړو او ښوونځي بې برخې کېدل د افغان ماشومانو لویې ستونزې دي.

ملګري ملتونه وایي، یوازې تېر کال د افغانستان په روانه جګړه کې تر ۹۰۰ ډېر ماشومان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن پنجشنبه دې ادارې په خپله یوه اعلامیه کې وویل چې په تېرو لسو کلونو کې په روانه جګړه کې سل زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په دې کسانو کې ګڼ شمېر ماشومان هم شامل دي، چې هم د افغان پوځ او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې، او هم د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې ورته مرګژوبله اوړي.

اړونده مطالب