د سولې خوځښت ''بېول شوي'' غړي بېرته را خوشي شوي

سولې خوځښت د انځور حقوق JAVED TANVEER/GETTY
Image caption د سولې ولسي خوځښت فعالان وايي، د اعتراضونو په نوې لړۍ کې به دوی د افغانستان ټولو ولایتونو ته ځي

د سولې خوځښت په نامه فعالان وايي، د دوی هغه ملګري چې دوې ورځې مخکې په فراه ولایت کې د دوی په وینا وسله والو طالبانو له ځان سره بېولي وو، بېرته ستانه شوي دي.

د دغه خوځښت ویاند بسم الله وطندوست وايي، ټول ملګري یې بېرته رک رمټ ستانه شوي دي.

وړم ماښام د افغانستان د سولې ولسي حرکت وویل، "وسله والو طالبانو" یې ۲۵ غړي په فراه کې له ځانه سره بېولي دي".

خو پخپله طالبانو نه وه منلې چې دا کسان د دوی وسله والو بېولي دي، او نه یې هم تر اوسه د دوی د خلاصون په اړه کوم غبرګون ښودلی.

د سولې ولسي حرکت: ۲۵ غړي مو طالبانو بېولي

د سولې ولسي حرکت: طالبه نور به سوله کوې

دغه غورځنګ دوې اونۍ وړاندې له هلمنده د هېواد د نورو سیمو پر لور د سولې او اوربند د غوښتنې په موخه تازه سفرونه پیل کړل.

ښاغلي وطندوست د سې شنبې پر ماښام بي بي سي ته وویل:

"د سولې ولسي حرکت ۲۵ غړي چې له هراته د فراه پر لور ور روان وو او هلته یې د اوربند او سولې په ملاتړ د لاریونونو پرواګرامونه لرل، د فراه اړوند سیمو کې وسله والو طالبانو له ځان سره بېولي دي."

وسله والو طالبانو یا کومې بلې وسله والې ډلې په دې تړاو تر اوسه هېڅ نه دي ویلي، خو ښاغلی وطندوست هغه مهال وویل، چې دوی ته د ملګرو وروستی ټیلیفوني پيغام استول شوی او پکې ویل شوي چې دوی له طالبانو سره دي او طالبان غواړي چې خپلو سیمو ته یې بوځي.

د انځور حقوق Getty Images

د سولې ولسي خوځښت فعالان وايي، د اعتراضونو په نوې لړۍ کې به دوی د افغانستان ټولو ولایتونو ته ځي او هلته به د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړوي او ترڅنګ به یې د سولې او اوربند په ملاتړ لاریونونه کوي.

دوی وايي، دا لړۍ یې له هلمنده پیل کړې، تر اوسه هرات ته تللي او پلان یې دا و چې بادغیس او غور ولایتونو ته لاړ شي، خو په وینا یې د واورو او لارې بندېدو له امله اړ شوي چې فراه ته د تګ نیت وکړي.

اړونده مطالب