بادغیس چارواکي: مدرسه کې پر لس کلنې ماشومې جنسي تېری شوی

ماشومه

د افغانستان له لوېدیځ بادغېس ولایته ترلاسه شوي رپوټونه وايي، د دغه ولایت په یوه مدرسه کې پر یوې لس کلنې نجلۍ جنسي تېری شوی دی. رپوټونو کې ویل شوي، دغې ماشومې په مدرسه کې قران کریم زده کاوه چې یوه نامعلوم کس جنسي تېری پرې کړی.

چارواکي دا هم وايي، چې پر ماشومې د مدرسې په تشناب کې یوه نامالوم کس جنسي تېری کړی دی. دوی زیاتوي چې د دغې پېښې په تړاو یې ۱۸ کسان نیولي دي.

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي خبریالانو ته ویلی، خپله د دغه خبر په اوریدو سره اړونده مدرسی ته ورغلی او هلته د شته ټولو کسانو، چې زده کوونکي او ښوونکي پکې شامل دي، د نیولو امر یې ورکړی.

د والي له خولې ویل شوي چې د دې نجلۍ روغتیايي حالت ښه نه دی. چارواکي وايي، په لومړي سر کې په مدرسه کې شته کسانو ودانۍ ته د امنیتي کسانو ننوتو د مخنیوي هڅه کړې، خو بریالي شوي نه دي.

چارواکی وایي د پېښې د اصلي عامل د پیژندلو یا نیولو لپاره پلټنې پیل شوې دي.

چارواکي زیاتوي، په دغه مدرسه کې ۲۴ کسان اوسېدل چې د مدرسې منتظیمینو په خبره پاتې شپږ کسان به هم د پوښتنو ګروېږنو لپاره پولیسو ته وسپاري.

اړونده مطالب